د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۹:۵۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سپورت آمریت له خوا د شپږو پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې.

یاد مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي عبدالرشید اقبال د ټولنې ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د پیاوړتیا په برخه کې د سپورت په ارزښت خبرې وکړې او روحي روغتیا یې له ورزش سره تړلې وبلله او ورزشکارانو ته یې له لوی ربج څخه د بریا هیله وښوده.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري منابع آمر قاضي محمد انس د خبرو پر مهال سپورټ د انسان د بدن او ذهن لپاره اغېزمن وباله، د روغتیا او هوساینې لپاره یې د سپورت په ګټو خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې دښو سیالیو هیله څرګنده کړه.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

پاته دې نه وﻱ چې په همدې پرتمینو مراسیمو کې د یاد پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال محمد نسیم نسیمي د پوهنځیو ریسانو ، اداري مامورینو ، محصیلینو او دسپورت مینوالو ګډون درلود.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu