د کیمیاوی صنایع انجنیری پوهنځی:

د کيمياوی صنايعو انجنيری پوهنځی لنډه تاريخچه

د کيمیاوی صنايعو انجنيری پوهنځي د کابل پولی تخنيک پوهنتون په چوکاټ کې  هغه پوهنځي دی چې د کیمیاوی صنايعو په برخه کې يې ځوان انجنيران د هيواد د پرمختګ او آبادی لپاره روزلې دی.

د کيمیاوی تکنالوژی ديپارتمنت د 1350 لمريز ليږديز کال د وږی مياشت چې د 1971 ميلادی کال اګسټ مياشتی سره سمون خوری د جيولوژی او کانونو پوهنځي په چوکاټ کې بنسټ کيښودل شو. لمړی به د کيمیاوی تکنالوژی څانګې د تيرو کلنو په فعاليت رڼا واچوو.

د کيمیاوی تکنالوژی ديپارتمنت په 1351 لمريز ليږديز کال لمړی دوره 13 تنه زده کړيالان افغانی ټولنې ته وړاندی کړل. نوموړی ديپارتمنت د تيرو کلنو د فعاليت په بهير کې ځوان انجنيران د ليسانس او ماسټری په کچه په ورځی او شپی وختونو کې په بيلابيلو څانګو لکه عضوی موادو ټکنالوژی، غيرعضوی موادو ټکنالوژی، د شحمياتو(غوړو) د توليد ټکنالوژی، عضوی موادو د چاڼ ټکنالوژی، غلو دانو د تصفيی ټکنالوژی او د تخمری مواد تولید ټکنالوژی کې روزلی دي. د کيمياوی ټکنالوژی څانګی په 31 دورو کې 725 نفر فارغ کړی دی چې له هغې جملی 232 تنه د ماستری په کچه دی.

همدارنګه د کيمیاوی ټکنالوژی څانګه کې د څیړنيزو امکاناتو څخه په ګټی اخيستنی سره دوو نفرو د دوکتورا له تيزس څخه دفاع کړی ده. په 1350 لمريز ليږديز کال کيمياوی ټکنالوژی د کابل پولی تخنيک پوهنتون په چوکاټ کي تاسيس شو، څرنګه چې د هغه زياتره څانګې د جيولوژی او کانونو پوری آړه درلوده نو ځکه د پوهنځی نوم د جيولوژی او کانونو په نوم تبديل شو. اوس چې په هيواد کې د دولتی سکټور سره خوا کې خصوصی سکټور هم فعاليت کوی او همدا رنګه د کيمیاوی ټکنالوژی انجنيرانو ته د بازار غوښتنې د ځواب ويلو لپاره په 1388 ل ل کال د کیمیاوی ټکنالوژی ديپارتمنټ د کیمیاوی ټکنالوژی پوهنځي ته ارتقاء وکړه.

څرنګه چې صنايع او توليد د يوې ټولنې غوښتنه او آړتيا ده چې د يو هيواد د ملی اقتصاد په پرمختګ او پياوړتيا کې مهم رول لری، د دې لپاره چې د پوهنځی او د هغه له څانګو څخه بشپړه پيژندنه شتون ولری او همدارنګه نوموړی څانګه د نننۍ عصر سره مطابقت ولری د کیمیاوی ټکنالوژی پوهنځی علمی کادر غړو د پوهنځي نوم د کيمیاوی صنايعو انجنيري ته تغيير کړ چې دا نوم نږدی په ټوله نړۍ کې معمول دی.

د کيمياوی صنایعو انجنيري پوهنځي کې 5 ديپارتمنتونه فعاليت کوی چې د هغه له جملی 3 ديپارتمنتونه فارغونکې او دوه نور ډيپارټمنټونه عمومی دی، چې په لاندی توګه دي:

د کیمیاوی صنايعو انجنيری پوهنځی د نفتو او ګازو د کيمیاوی صنايعو انجنيری څانګه کې د ماسټری پروګرام په 1400 ل ل کال کې پيل شوی چې اوس مهال د نفتو او غازو کیمياوی صنايعو انجنيري په بيلابيلو برخو لکه د نفتـــو او غــــــازو د چــــاڼ (تصفيې) (Petroleum Refining)، نفتی – کیمياوی سنټيز (Synthesis) ، د نفتی او ګازی محصولاتو په ساتنه، د نفتی او ګازی محصولاتو په انتقال (Pipelines) او نورو بيلابيلو عضوی موادو د توليد (Organic Substances) په برخه کې ټولنې ته د تکړه انجنيرانو او متخصصينو  په روزلو او تربيه کولو کې فعاليت لری.

فعلاً د کيمياوی صنايعو انجنيری پوهنځی ریئس محترم پوهنوال دوکتور محمداکبر حسنی دی.

په کيمیاوی صنايعو انجنيری پوهنځی کې په تيرو څو کلنو کې زيات شمير داخلی او بهرنيو استادانو فعاليت کړی دی، چې 49 بيلابيل مسلکی کتابونه د ښاغلو استادانو له خوا چاپ شوی دی. د نوموړی پوهنځي استادان د هيواد د ټولو علمی او صنعتی موسساتو سره د همکاری د روحیې له مخې علمی اړيکی لری او له اکثره وزارتونو او خصوصی موسساتو سره د اومه موادو او محصولاتو د کيفيت په تحليل او ارزونه کې همکاری کړی ده. بناءً د هيواد دولتی او خصوصی سکټور لپاره د علمی او تخنيکی کادرونه تربيه او روزنه د دې پوهنځي پالیسی او موخه ده.

 

User account menu