د رېل پټلۍ د انجنیرۍ څانګه:

د ټولنې د بېړنۍ اړتیا او د هېواد د رېل پټلۍ شبکې د پراختیايي پلانونو پر بنسټ چې شاوخوا ۵۳۰۰ کیلو متره سیمه په خپل ځان کې  رانغاړي، مسلکي انجنیرانو ته شدیده اړتیا لیدل کېږي.

له همدې امله په ۱۳۹۳ کال کې د نوموړې څانګې د بنسټ ایښودلو پرېکړه وشوه، چې موضوع د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۲ کال په موسسه یي پلان کې شامله شوه.

د همدې اصل له مخې د لومړي ځل لپاره ۵۵ تنه محصلین په دې څانګه کې جذب شول.

د کابل پولي تخنیک او د لاتویا هېواد د ریګا تخنیکي پوهنتون تر منځه د رېل پټلۍ په برخه کې د همکارۍ په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د نوموړې څانګې نصاب په یاد پوهنتون کې تایید شوی هم دی.