د لیرې واټن څخه (په ژوندی بڼه) د محصلینو او متخصصینو د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز سمینار

kpu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۴۷
د لیرې واټن څخه (په ژوندی بڼه) د محصلینو او متخصصینو د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز سمینار

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د یو اکادمیک - تخنیکی بنسټ په توګه  د هیواد په کچه تل هر اړخیزه علمی او تخنیکی مرستو ته ژمن دی چی دا ځل یی د پوهنتون د رهبری پلاوي او پوهنیار حمایت الله احمدی د یاد پوهنتون استاد او اوس مهال په ترکیه هیواد کی د دوکتورا محصل، په نوښت علمی سمینار د لیرې واټن څخه (‌ّپه ژوندی بڼه) په مختلفو تخنیکی څانګو کی د محصلینو او متخصصینو د ظرفیت لوړونې په موخه د هیواد او نړی په کچه د دی پوهنتون تجربه لرونکو استادان په مرسته چی په بهرني هیوادونو کی په دوکتورا او ماستری پروګرامونو بوخت دی پیلیږی. همدارنګه باید وویل شی چی نوموړي سیمنارونه د نورو پروګرامونو څخه چی د لری واټن نه ورکول کیږی بیل دي،  چی ګډونوال کولاي شي پرته له کوم محدودیت څخه د هیواد او نړی هر ګوډ څخه په معلوم وخت کی د لینک په خلاصولو سره د دی علمی سمینار څخه ګټه پورته کړي.

په اوسنی مهال کی د کرونا ویروس په خپریدو سره د لیرې واټن څخه زدکړی د تدریس او ښوونې لپاره یوه نړیواله لاره حسابیږی، چی د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبری پلاوی پدی حساسو شیپو کی نوموړی برنامه پیلوی. 

لومړنی سمینار "د لیرې واټن څخه اټکل او جغرافیایی اطلاعاتو سیستم  کارول په جیولوجیکی څیړونو کی" تر عنوان لاندی د محترم پوهنیار حمایت الله احمدی د انجنیری جیولوجی او د کانونو د پلټنی څانکی استاد چی اوس مهال ترکیه هیواد کی د دوکتورا محصل دی د ( ۲۰۲۰ د مارچ ۲۵ چی د ۱۳۹۹ حمل ۶ سره سمون لری) د چهار شنبه ورځ د ۲:۳۰ څخه تر ۴:۰۰ بجو وروسته له غرمی وړاندی کیږی، ګډونکونکي کولای چی د هیواد او نړی هر ګوډ څخه په معلوم وخت کی د لاندینې لینګ په مرسته سمینار کی ګډون وکی. 

د ګډون لینګ: https://youtu.be/3__AXhrFEG4

د ګډون لینګ: https://youtu.be/3__AXhrFEG4

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu