د محصلانو  چارو آمریت

د محصلانو  چارو آمریت پیژندنه:

د محصلانو چارو آمریت د محصل د تحصیلي ژوند له پیل څخه تر فراغت پورې د هغه د اسنادو  ټول بهیر تنظیم، تعقیب او بشپړوي. دا بهیر په لاندې ډول ترسره کېږي:

کله چې یو محصل د کانکور له لارې یا د رسمي مقرراتو پر بنسټ پوهنتون ته بریالی اعلان شي، د محصلانو چارو آمریت د هغه د ثبت او  راجستر چارې پيلوي. په دې پړاو کې د محصل شخصي معلومات، د پېژندنې اسناد او نور اړین مدارک راټولېږي، ارزول کېږي او په رسمي ډول د پوهنتون د محصل په توګه ثبتېږي.

له ثبت وروسته، د محصل لپاره تحصیلي دوسیه (فایل) جوړېږي چې پکې د هغه ټول اسناد، فورمې، سمسټرنی راپورونه، نمرو جدولونه، رخصتۍ، انتقال، تبدیلی، ځنډ، یا نور رسمي مکتوبونه درج کېږي. دا دوسیه د محصل د تحصیل تر پایه پورې په منظم ډول ساتل او تازه کېږي.

د تحصیل په جریان کې، د محصلانو چارو آمریت د محصل د سمسټرونو ثبت، ازموینو، نمرو ثبت، حاضري،مشروطیت او تکرار اړوند اسناد تنظیموي او له اړوندو پوهنځیو سره یې همغږي کوي. همدارنګه که محصل د رخصتۍ، تغییر رشتې، انتقال، یا کومې ستونزې سره مخ شي، د هغه ټول اسناد د نافذه مقرراتو سره سم طی مراحل کېږي.

کله چې محصل خپلې ټولې تحصیلي واحدونه بشپړ کړي، د محصلانو چارو آمریت د هغه د فراغت بهیر پيلوي. په دې پړاو کې د محصل تحصیلي دوسیه وروستۍ ارزونه کېږي، د نمرو بشپړتیا تاییدېږي، د فراغت اسناد ترتیبېږي او د فراغت لېست ته شاملېږي. وروسته د فراغت سند، موقت سند، او نور اړوند اسناد د قانوني مراحل له تېرېدو وروسته صادرېږي.

په ټوله کې، د محصلانو چارو آمریت ډاډ ترلاسه کوي چې د محصل ټول اسناد له ثبت څخه تر فراغت پورې په قانوني، دقیق، منظم او شفاف ډول طی مراحل شي، تر څو د محصل تحصیلي حقونه خوندي او د هغه علمي مسیر له ستونزو پرته پر مخ ولاړ شي.

د محصلانو د چارو آمر د راجسترېشن، تحصیلي اسنادو  برابرولو او د فارغانو د چارو د عمومي مدیریتونو د څارنې او ارزونې مسؤول دی. همدارنګه د محصلانو د چارو آمریت په لاندې برخو کې اجراآت ترسره کوي:

خپلو ټاکل شويو اهدافو د تطبیق لپاره مشخصو څانګو ته لارښوونه .

د محصلانو د ورځنیو ثبت او راجستر چارو او د فارغانو د چارو کنټرول او څارنه، څو  ډاډ ترلاسه کړي چې چارې په ښه کیفیت ترسره کېږي.

د استادانو او محصلانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او اختلافاتو حل، او د هغوی شکایتونو ته پر وخت رسېدنه.

د ممتازو محصلانو د علمي ودې او پرمختګ په موخه بهرنیو تحصیلي پروګرامونو ته معرفی کول.

د هویت کارتونو د وېش او د نویو شامل شویو محصلانو د پوهنځیو اړوندو څانګو ته د معرفی کولو د پروسې کنټرول او لارښوونه.

د پوهنځیو د محصلانو د سمستر منځنۍ او وروستۍ ازموینو د بهیر څارنه، ترڅو د شفافو ازموینو ډاډ ترلاسه شي.

د درسي او ازموینو د منځنيو او وروستیو تقسیم اوقاتونو ارزونه او څارنه.

د بیا شمولیت، منفکۍ، تأجیل او تبدیلی د چارو څارنه.

د ازموینو د پایلو د راټولولو او تنظیم څارنه، د دې لپاره چې پایلې په اړوندې څانګو کې په سمه توګه خوندي وساتل شي.

د ثبت او راجستر عمومي مدیریت:

دغه مدیریت په لاندې برخو کې اجراآت ترسره کوي:

د نویو شامل شویو محصلانو ثبت‌نام، د مخکې جوړ شوی پلان مطابق، او هغوی اړوندو پوهنځیو ته معرفی کول.

د بیا شمولیت، تأجیل، منفکۍ او تبدیلۍ د اسنادو طی مراحل، د شپېنۍ څانګې په ګډون، د قانون او مقرراتو مطابق.

د محصلانو د تحصیلي اسنادو  او سوابقو ترتیب او تنظیم، د سمې ساتنې او خوندي کولو لپاره.

د معلوماتي بانک مدیریت ته د ثبت‌نام پاڼو برابرول، د یو اغېزمن او باکیفیته معلوماتي سیستم د جوړولو په موخه.

د وړاندیزونو، استعلامونو، مکاتیب او نورو تحریري اسنادو ترتیب او اړوندو څانګو ته د راجع کولو پروسه.

د اونیزو، میاشتنیو، ربع وار او کلنیو پلانونو ترتیب، د محصلانو د چارو  د آمریت له پلان سره په مطابقت کې، د مخکې‌نیولو شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.

هغه نورې دندې ترسره کول چې د اړوند آمر له لوري ورته ورسپارل کېږي.

د فارغانو د چارو عمومي مدیریت:

دا مدیریت د فارغانو د اسنادو د ارزونې او د هغوی د فراغت د تأیید په برخو کې په لاندې ډول دنده ترسره کوي:

د مخکې‌ ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لپاره د اوونیزې، میاشتني، ربع وار او کلني کاري پلان جوړول،

د فارغانو لست جوړول او د هر پوهنځي لپاره یې بیل بېل د کتاب په بڼه بسته‌بندي کول.

د پوهنځیو فارغانو لپاره په ملي او انګلیسي ژبو د دیپلوم او ترانسکریپټونو برابرول او طی مراحل.

 د سمې ساتنې په موخه د فارغانو اړوند ټولو اسنادو د پوهنځیو په تفکیک سره ترتیب او تنظیم.

د محصلانو د کاريابۍ فورمونو د طی مراحل ارزونه، څو اړوندو مراجعو ته لازم معلومات وړاندې شي.

د محصلانو بشپړ شوي مونوګرافونه ثبتول او اړوندې ادارې ته سپارل، د دې لپاره چې د وارده او صادره ورځنیو اسنادو او د فارغانو لست سره تطبیق شي

د تحصیلي اسنادو د برابرولو عمومي مدیریت:

دغه مدیریت د فارغانو د تحصیلي اسنادو په برابرولو کې په لاندې ډول دندې ترسره کوي:

د کارکوونکو اداره او رهبري، د کاري کیفیت د ښه والي په موخه د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اوونیزو، میاشتني، ربع وار او کلني کاري پلان جوړول.

د فارغانو تحصیلي اسناد (دیپلوم او ترانسکریپټ) برابرول، د سالمې وېش پروسې لپاره.

د فارغانو د ستونزو د مخنیوي لپاره د اړتیا پر مهال د سرتفیکټونو د وېش څارنه او کنټرول.

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره په ملي او  انګلیسي ژبه د دیپلومونو او ترانسکریپټونو برابرول.

د ترانسكریپټ نمرې د ژباړې وروسته له دری څخه انګلیسي ته بیا کتنه، څو د هغوی د درست‌والي ډاډ ترلاسه شي.

 ادارې د شفافیت لپاره د غیرقانوني تحصیلي اسنادو (سرتفیکټ او ترانسكریپټ) د تکثیر د مخنیوي څارنه.

د حساب‌ورکونې او شفافیت د خوندي کولو لپاره د دیپلومونو د فیس د ورکړې پروسې څارنه او کنټرول.

 له  اړوندو پوهنځیو له تأیید وروسته د ورځنۍ او شپنۍ برخې د دیپلومونو او ترانسكریپټونو چاپ او څارنه.

 

د ډیټابېس او معلوماتي بانک مدیریت:

 د مخکې‌ ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره د میاشتني، ربع وار او کلني پلانونو جوړول، د آمریت له عمومي پلان سره په مطابقت کې.

 د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو په موخه د دندو تنظیم، د ادارې اهدافو او پروګرامونو تطبیق.

د شمولیت، انفکاک، تبدیلی، تأجیل، او لیلیې ته د محصلینو د معرفی معلومات راټولول او په اړوند ډیټابېس کې ثبتول.

راټول شوي معلومات په دوامدار ډول تازه کول او نوي کول.

د اړوند مدیریتونو ټول اسناد وارده او صادره ثبتول.

د آمر د لارښوونې وروسته د ټولو اسنادو طی مراحل، د مسؤلیت د برخې مشخصول او خوندي کول.

د محصلانو د چارو آمریت او تدریسي مدیریتونو ترمنځ د کاري اړیکو ټینګول.

د محصلانو د متوقعه پایلو څخه خبرتیا او د ډیټابېس ثبت.

د محصلانو دقیق ارقام او احصائیې راټولول او په ډیټابېس کې درج کول.

د محصلانو اړوند راپورونه یوځای کول او اړوندو مراجعو ته لیږل.

د قانون او مقرراتو په مطابقت کې د لایحې له مخې سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.

 

۱۴۰۴ ه-ش کال د محصلانو چارو  آمریت لاسته راوړنې:

۱. د ۱۴۰۳ هـ ش کال د فراغت د کتابونو چاپ او وزارت ته لېږل.

۲. د زرګونو پاتې شقو ثبت او د HEMIS سیسټم ته رسول .

۳. د ټولو پوهنځیو د شقو منظمه کتنه او څارنه او ورځني راپور له معاونیت علمي سره شریکول .

۴. ټولو محصلینو ته د خپل یوزر (User) جوړول.

۵. ټولو محصلینو ته د خپل یوزر (User) د پوهاوي په اړه د لارښود وډیوګانو جوړول.

۶. د ټولو بریالیو (کامیاب شویو) محصلینو ثبت او راجستر کول، چې په تېرو کلونو کې دا چارې د پوهنځیو د لابراتانو  او تدریسي مدیرانو له‌خوا ترسره کېدې. چې په سیستم به یو عالم ستونزې نورې ایجاد شوې.

۷. د ټولو محصلینو ستونزو  ته پر وخت رسېدنه او د اړتیا پر مهال یې له مشرانو سره شریکول.

۷.  د ټولو محصلینو  د اسنادو په طی مراحلو کې سهلوتونه را منځته کول.

۸. د محصلینواړوند پالیسۍ جوړول او د دوی د حقوقو څخه دفاع کول.

۹.د یوه منظم ډیټابس جوړول او هر وخت د دوی احصایه ابډیټول.

۱۰. د یوه شفاف او دقیق سیستم له مخې د فارغینو د ډیپلوم او ترانسکریپټ د توزیع د مرحلو څارنه.

۱۱. د هویت کارتونو د وېش او د نویو جذب شوي محصلان اړوندو پوهنځیو سره د پېژندنې څارنه.

۱۳. د درسي او ازموینو د لومړیو او وروستیو سمستري مهالویش د تطبیق څارنه.

۱۴. د محصلانو د بیا شمولیت، انفکاک، تعجیل او تبدیلۍ د چارو دقیقه او پر وخت اجراء کول.

۱۵. د ازموینو د شفافیت د یقیني کولو لپاره د پوهنځیو د محصلانو دلومړیو او وروستیو سمستري ازموینو د بهیر څارنه

 

User account menu