د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان (څلورمه ماده).

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۴
د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان (څلورمه ماده).

څلورمه ماده:

(۱) د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو، اطلاعاتو او  فرهنګ، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه، رسنۍ او په ولایتونو او ولسوالیو کي د علماوو شوراګانې، فقهي مجالس، د مساجدو خطیبان او امامان، ولسي مخور او نفوذ لرونکي مشران دي په حکمت، مصلحت او تفاهم سره په خپله برخه کي د دې فرمان د حکمونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او د پورتنیو احکامو د عملي کولو کوښښ دي وکړي.

(۲)  د چارو د ادارې لوی ریاست، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دي، په دوامداره توګه د دې مادې په (۱) فقره کي د يادو وزارتونو، ادارو او اشخاصو له اجراءآتو څخه څارنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu