په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اعتبار ورکولو د اسنادو د ساتلو لپاره د چک لست له مخې د اسنادو د بیا کتنې او چمتو کولو سیمینار تر سره شو

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۴۰
photo

سیمینار د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د کیفیت لوړونې کمېټې غړو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، آمرینو او کارمندانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د دغه پوهنتون د کیفیت د ښه والي په موخه د کار کولو او د اسنادو د چمتو کولو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي اقبال د دي پروسې پر اهمیت، د کارونو په مستند کولو او له اړوندو مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې په خپلو ورځنیو کارونو کې لا زیات احتیاط وکړي.
ښاغلي اقبال د دغه سيمينار جوړېدل د کابل پولي تخنيک پوهنتون د کارکوونکو لپاره مهم او ارزښتناک وبلل او له اړوندو مسوولينو څخه يې د دې سيمينار د پيل له امله مننه وکړه.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت آمر ښاغلي انجنیر ذبیح الله حیدري د پوهنتون د کیفیت د لوړولو د اړتیا او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د اعتبار ورکولو سند ساتلو چک لیست سره سم د اسنادو چمتو کولو په اړه یې تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
د سیمینار په دوام کې ښاغلي پوهنمل محمد امین امین د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو پر یوولس ګونو معیارونو چمتو شوی پرزنټیشن په تفصیل سره د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د یادونو وړ ده چې یاد سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت د لوړولو آمریت لخوا دایر شوی وو.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu