ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون په توګه معرفي شو. 6/8/1444-8/12/1401
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون د معرفت غونډه کې د تخصصاتو او عمومي جامعاتو عمومي رئیس ښاغلي مولوي اسدالله فرید، د لوړو زده کړو وزارت د عامه اړیکو او نشراتو رئیس ښاغلي مولوي سلیمان شریفي، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د پوهنتون مشرتابه هئیت ګدون درلود.
دلوړو زده کړو وزارت مشرتابه هيئت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون هيئت، نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا بريا او سوکالۍ هيله وکړه.
همدارنګه ښاغلي ذاکري د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.