ورزشي خبرتیا!

kpu_admin
photo

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت د ورزشي لوبو مهالوېش مطابق غواړي په ۱۴۰۳ کال کې د ورزشي استعدادونو د ظرفیت لوړولو او همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو انتخابولو په موخه د کرکټ لوبو روزنیز کمپ پر لاره واچوي، چې د یاد روزنیز کمپ په پای کې به بااستعداده لوبغاړي د پوهنتون منتخبې لوبډلې ته غوره کړای شي.
په دې اساس د کرکټ ټول لوبغاړي او مینوال کولای شي چې په یاد روزنیز کمپ کې د ګډون او د پوهنتون منتخبې لوبډلې ته د انتخابېدو په موخه د نوملیکنې فورم د ثور میاشتې له ۸ تر ۱۵ نېټې د ورزشي چارو له آمریت څخه د سهار ۸ بجو څخه د ماسپښين تر ۱۲ بجو ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې له تعیین شوې نېټې څخه وروسته هیڅ محصل د نوملیکنې او په روزنیز کمپ کې د ګډون حق نلري.

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو نویو دوکتورا برنامو د ثبت نام خبرتیا.

کابل پولی تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۴ تحصیلي کال لپاره په هغو دوو دوکتورا پروګرامونو کې چې تازه ایجاد شوي دي، محصلین جدب کوي. علاقمندان کولای شي د نوم‌ لیکنې فورم د لاندې ادرس څخه ترلاسه کړي h . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د ماستري پروګرامونو اعلان.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځۍ یو ځل بیا ټولو هغو علاقمندانو ته خبر ورکوي چې د دغه پوهنځي د ماستري پروګرامونو سره لیوالتیا لري، چې د ماستری پروګرامونو ( د کانونو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۱۵
Background image

ورزشي خبرتیا!

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزش آمریت په پلان کې لري چې د پوهنتون د  ټولو پوهنځیو د لسو ټیمونو ترمنځ د فوټسال  ۱۴م  پړاو سیالۍ  ترسره کړي

له همدې امله، موږ په درناوي د پوهنتون د . . .

Back to announcements