د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې د ماسټرۍ پروګرام

 

د پروګرام لنډه پېژندنه:

د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې د ماسټرۍ پروګرام د هېواد د پوهنتونونو له خورا مهمو او علمي پروګرامونو څخه شمېرل کېږي. دا رشته د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې د ملا  د تیر حیثيت لري او د ټولنې د شدیدې اړتیا، د تخصصي او تخنیکي کادرونو د روزنې، او د هېواد د صنعتي کېدو د هدف لپاره جوړ شوی یو پروګرام دی

څرنګه چې د نفتو توليدات او د پټرولیمي صنايع د بشريت لپاره یوه مهمه اړتیا ده، نو د نفتو اوغازود کیمیاوي صنايعو انجنیران او متخصصين په دې برخه کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.  دا د ماسترۍ پروګرام، چې په دري ژبه "انجنيری صنایع کیمیاوی نفت و گاز"، په پښتو ژبه " د کیمیاوي صنايعو د نفتو اوغازو انجنيري"، او په انګلیسي ژبه(Petrochemical and Gas Industrial Engineering) بلل کېږي، د هغو ځوانو متخصصینو لپاره دی چې له لیسانس درجې وروسته شرایط ورته پوره کړي.  د دې پروګرام محصلان به د تحصیل پر مهال له نړیوالو ستندردونو سره سم له تعلیمي او تحقیقي فعالیتونو سره آشنا شي او د نفتو اوغازو د کیمیاوي صنايعو د مختلفو برخو اړوند مهارتونه به ترلاسهکوي.

محصلان به د هېواد د نورو پوهنتونونو د محصلانو په څېر، د عمومي، اساسي او مسلکي مضامینو زده کړه وکړي چې دغه مضامین د تایید شوې درسي برنامې مطابق او د نړیوالو معیارونو په کچه برابر شوي دي. سربېره پر دې، محصلان به د پوهې د لوړوالي لپاره عملي روزنې، تولیدي پرکتيکونه، او عملي کارونه د پوهنتونونو څخه بهر، د نفتو د تصفیې فابریکو، پټرولیمي فابریکو او لابراتوارونو کې، په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې ترسره کړي.د نفتو اوغازود کیمیاوي صنايعو د انجنيرۍ ماستري پروګرام تدریس د معاصرو او مؤثرو میتودونو په کارولو سره تر سره کېږي، چې پکې د لکچرونو وړاندې کول، عملي درسونه، لابراتواري کارونه، د استادانو او محصلانو علمي سیمینارونه او کنفرانسونه، صنفي فعالیتونه، صنفي پروژې، او تعلیمي او تولیدي تطبیقونه شامل دي.  په دې پروګرام کې لاندې مضمونونه تدریسېږي:  د رنګونو تولید تکنالوژي، د کیمیاوي انجنیرۍ سافټویرونه، د پایپ لاین طرحه او دغازوانتقال، د کیمیاوي عملیاتو ترمودینامیکي تحلیل، د عضوي موادو کیمیاوي تعاملاتو میکانیزم، اتومات رهبري کېدونکي سیسټمونه، د غیر فوسیلي موادو څخه د انرژۍ تولید تکنالوژي، د سطحي فعالو موادو تکنالوژي، د کیمیاوي موادو تحلیل او انالیز،د تحقیق میتودونه، لابراتواري تجهیزات، د کیمیاوي صنايعو د وسایلو طرحه، کتلستونه او د کیمیاوي عملیاتو کینتیک او داسې نور مهم موضوعات.

د دې ماستري پروګرام له آرمانونو څخه دا دی چې د هېواد ځوان نسل، له هر قوم او ملیت څخه، د وړتیا او لیاقت پر بنسټ او پرته له هر ډول تبعیض، له یو واحد چتر لاندې، د انجنیرۍ علمونه زده کړي، او له فراغت وروسته د هېواد د بیا رغونې او جوړونې په برخه کې صادقانه ونډه واخلي. دا ماستري پروګرام توان لري چې د کیمیاوي صنايعو انجنیران د پورته یادو صنعتي برخو لپاره و روزي او ټولنې ته یې وړاندی کړي. د دې پروګرام فارغان تر اوسه د هېواد په مختلفو کاري برخو کې د بریالیو او فعاله انجنیرانو په توګه ځلیدلي دي.

لید لوری: 

د دې تحصیلي پروګرام ځای پر ځای کول په علمي او عملي زده‌کړه کې د ملي او نړیوالو اعتبار لرونکو معیارونو پر بنسټ، د اسلامي احکامو په رڼا کې، چې د دیني اصالت او عصري نړۍ ‌والی پر بنسټ ولاړ وي، په لوړه مرتبه کې ځای لري.

 

رسالت:

موږ هڅه کوو چې د دې پروګرام له لارې، د وروستیو علمي ـ تحقیقي موندنو او نوې تکنالوژۍ له کارونې سره، د خپلو محصلینو د زده‌کړې او پوهې کچه لوړه کړو او ټولنې ته یو متعهد، مسلکي او دیندار کادر وړاندې کړو.

ارزښتونه:

  • د دیني او ملي ارزښتونو او اسلامي شعائرو ساتنه، درناوی او رعایت. 
  • د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیز پیاوړتیا. 
  • د اخلاص، تقوا او عبادت روحیې پیاوړتیا .
  • د مسلمان، دیندار او اسلامي ارزښتونو ته ژمنو مسلکي کادرونو روزنې ته پاملرنه. 
  • د اسلامي ورورولۍ، یووالي، رحم، خواخوږۍ، خدمت، متقابل درناوي او ایثار روحیې پیاوړتیا. 
  • د شرعي احکامو عملي کول او پرې د ژور باور روحیې پیاوړتیا. 
  • د دیني او عصري علومو ترمنځ د اړیکې ټینګښت او توازن د دیني اصالت او عصري اړتیاوو پر بنسټ .
  • د انسان د روح، عقل او بدن اړتیاوو ترمنځ د توازن او اړیکې د ټینګښت روحیې پیاوړتیا، د وحی او الهي احکامو پر بنسټ.

تعلیمي اهداف :

د ټولنې او د کار بازار د بیړني تقاضا له مخې، د نفتو تصفیې او پتروشیمي انجنیري برنامې اصلي تعلیمي هدف د محصلانو د علمي کچې لوړول دي.د نفتو اوغازو د کیمیاوي صنايعو انجنیري څانګه کې د ماسټري برنامې ایجاد، د انجینرانو او متخصصینو په روزنه کې فوق ‌العاده اغېز لري او د هېواد مهمې اړتیاوې پوره کولی شي. د کیمیاوي صنایعو په برخه کې د انجینرانو او متخصصینو روزنه، د هېواد د کورنیو تولیداتو (صنعتي فابریکو) اړتیاوې پوره کوي.

  • د مسلکي پوهې لرونکو، وطن‌دوسته ځوانو کادرونو روزنه او پالنه. 
  • د نوو درسي کتابونو او موادو تالیف او ژباړه.
  • د موجوده ماسټري برنامو پیاوړتیا، د نوو ماسټري او دوکتورا برنامو ایجاد، او د هغوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرول. 
  • د پوهنتونونو لپاره د اقتصادي او ساختاري استقلالیت د ترلاسه کولو ملاتړ. 
  • د څېړنیزو او انجنیري پروژو تطبیق. 
  • د هېواد دننه او بهر پوهنتونونو سره علمي، څېړنیزې او اکادمیکې اړیکې او همکارۍ. 
  • د دولتي بودیجې ترڅنګ، د داخلي او خارجي موسسو مالي مرستې جذبول.
  • له وزارتونو ، ملي ا‌و نړیوالو سکتوري ادارو سره د تفاهم‌ لیکونو، یادداشتونو او همکاري پروتوکولونو لاسلیک کول.

متوقعه پایلې:

  1. د نفت، غازو او پتروشیمي د تصفیې د تولیدي تکنالوژۍ بنسټیز مفاهیمو پېژندنه. 
  2. د نفتو او پتروشیمي تصفیې د صنعت لپاره د نهایي محصولاتو د تولید او د تخنیکي وسایلو د ډیزاین او طرحې په برخه کې اړینې مهارتونه ترلاسه کول. 
  3. د علمي او تکنالوژیکو څېړنو د ترسره کولو لپاره د علم او مهارتونو تر لاسه کول. 
  4. د تولیدي دستګاوو او څانګو د مدیریت او ادارې په ساحه کې د مهارتونو پراختیا.
  5. د طبیعي منابعو، انرژي او د تجدید وړ موادو د مؤثرې استفادې له لارې د هېواد د ملي اقتصاد د پراختیا لپاره د مهارتونو پراخول. 

د ماسټرۍ پروګرام د اداري کارمند پېژندنه :

۱- پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد یما سعادت 

لابراتوار:

۱- د نفت اوغازو د کیمیاوي صنایعو انجنیرۍ لپاره یو مجهز لابراتوار.

د محصلینو احصائیه:

د نفتو اوغازو د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ ماستري پروګرام تر دې دمه دوه دورې زده کړیالان جامعي ته وړاندې کړي چې ټول شمیر یې تقریبا ۴۴ تنو ته رسیژي همدارنګه دا مهال ۲۵ تنه زده کړیالان عملا په زده‌کړه بوخت دي.

د زده‌کړې لګښت او فیس:

د ماستري پروګرام فیس په هر سمستر کې ۲۵۰۰۰  افغانۍ دی.

د ماستري پروګرام کمېټه:

 د ماستري پروګرام له تصویب وروسته، د چارو د ښه تنظیم او د استادانو د پراخ ګډون لپاره، لاندې کمېټه جوړه شوې ده:

• د نفتو اوغازود کیمیاوي صنایعو انجنیري ماستري پروګرام د فوق لیسانس کمېټه.

د کیمیاي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې د ماستری پروګرام تشکیلاتي کمیټه

 

 

 

 

 

 

 

د استاد بیوگرافی 1

1) نوم : اسرارالدین

2) تخلص : گلزاد

3) د تحصیل درجه : دوکتورا

4) علمي رتبه : پوهاند

5) ایمیل آدرس : asrarudingulzad@gmail.com

6) د تماس شمیره: + 93 786427494

 

د استاد بیوگرافی 2

1) نوم : محمد یوسف

2) تخلص : جویان

3) د تحصیل درجه : ماستر

4) رتبه علمي : پوهاند

5) ایمیل آدرس :

6) د تماس شمیره : 0799332931

 

د استاد بیوگرافی 3

1) نوم : محمداکبر

2) تخلص : حسنی

3) د تحصیل درجه : دوکتورا

4) علمي رتبه : پوهنوال

5) ایمیل آدرس : a.hassani@kpu.edu.af

6) د تماس شمیره : +93799348163

 

 

 

 

د استاد بیوگرافی 4

1) نوم : شفاعت احمد 

2) تخلص : صلاح الدین

3) د تحصیل درجه : دوکتورا

4) علمي رتبه : پوهنمل 

5) ایمیل آدرس :  shafaat.salshudeen@kpu.edu.af

6) د تماس شمیره : +93783268329

User account menu