د کیمیاوي انجنیری څانګه
-
د څانګه عمومي ملومات
د کیمیاوي انجنیری څانګه د کیمیاوي صنایعو د انجنیری پوهنځی په سطحه یو عمومی څانګه دی، چې د پوهنځی ټولو فارغ ورکونکو څانګهونو ته د مسلکي اختصاصي مضامینو تدریس کولو مسؤلیت په غاړه لري. دا څانګه په ١٣٩٠ ه. ش کال کې چې د ٢٠٠٨ میلادي کال سره سر خوري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیری پوهنځی په اډانه کې ایجاد شو.
اوس مهال دا څانګه پخپل جوړښت او تشکیل کې څلور (د پنځو کادري بستونوڅخه) تنه استاذان ، یو تن انجنیر لابرانت او یو تن خدمت کوونکی کار کوونکی لري. ددې څانګه اصلي اکاډمیک فعالیتونه د کیمیاوي انجنیری د تخصصي او مسلکي مضامینو تدریس ، علمي تحقیقات او همدارنګه په تولیدي دستګاوو کې د اتوماتیزېشن او میخانیکي محاسباتو په بخشونو کې د ډیپلوم لیکونکو محصلینو لارښونه او رهنمایي ده. دا ديپارتمنت د ٢٠٠٨ میلادي کال څخه را پدېخوا د کيمیاوي صنایعو انجنیری پوهنځی په اډانه کې یو مهمه او اساسي څانګه ده، چې پورتنی تحقیقي ارزښت لري.
لړلید (Vision)
د یو داسې مسلکي څنګې ایجاد کول چې د هیواد په سطحه د مسلکي او تخصصي کادرونو دروزنې لپاره اړین دي، چې فارغین يې ددې توانا اوقابل وي چې په ملي روحیه، ملي ګټو ته په وفاداری او ژمنتوب سره ، په پوهه پوهه او د منطقې او هیواد په سطحه د کاري بازارونو د غوښتنو او تقاضاوو سره مطابقت ولري مصدر د خدمت شي.
د کیمیاوي انجنیری څانګې تر ١۴٠۴ ه . ش کال پورې د افغانستان په سطحه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټولو څانکو له جملې څخه د د یو معتبر او بهتره څانګې په ډول خپل موقف او ځای ته ارتقاء ورکړې ده.
ماموریت (Mission)
ددې څانګه رسالت په معیاري کیفیت ، د هېواد د ضرورتونو پر اساس ، د کاري آزاد بازار د غوښتنو او همدارنګه د دولت د لویو پلانونو پر اساس په منطقوي او ملي سطحه د ورځنیو تخصصي او مسلکي علومو او پوهې په ترلاسه کولو سره ددې رشتې د متقاضیانو ښوونه او روزنه ده.
د دې څانګې په رسالت لاندې موضوعاتو ته شاملیږي :
د مر تبطو دولتي او غیر دولتي مؤسسو سره د هېواد د انکشافي پلانونو په اجرا او انجام کولو کې هر اړخیزه علمي مرستې.
د نړیوالو او ملي معیارونو په رعایت سره د متقاضیانو د زده کړو خدمتونو ته کمي او کیفي ارتقاء ورکول.
د پوهې او علم تولید.
یاد کول او زده کړه.
په عملي او نظري ډول سره په هیواد کې په پراخه کچه د علمي لاسته راوړنو څخه د استفادې رواج کول.
له پوهنتون څخه په بیروني په ټولو علمي مرکزونو کې د معلوماتو تبادله او مرسته.
تحقیق او درملنه.
استراتیژيکې برنامې
د کیمیاوي انجنیری څانګه خپل ټول آینده فعالیتونه د کیمیاوي صنایعو د انجنیری پوهنځی ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لوړ زده کړو خونې د استراتیژیکي اصولو په مرعاتولو او د لړلید ، ماموریت، ضعیفو او قوي نقطو ، موجودو فرصتونو، تهدیدونو ، استراتیژیکو هدفونه ، د تدوین د پلان او د بشري منابعو او د لاس رسیي وړ امکاناتو په نظر کې نیولو سره تطبیق او عملي کوي.
د استراتيژيکي پلان برنامې
- تحقیقي او علمي برنامې.
- عواید لرونکې برنامې او د عواید لاسته راړول.
- تکنالوژیکي برنامې او له تکنالوژی څخه استفاده.
- د نړیوالو ارتباطاتو برقرار کول.
- د جامعې په پېشرفت او ترقی کې سهم اخیستل.
د کیمیاوي انجنیری د ځانګې هدفونه
اساسی هدف
د کیمیاوي صنایعو انجنیری رشتې په اډانه کې د کیمیاوي انجنیری د څانګې تاسیس کولو اساسي هدف د باخبره او علمي کادرونو بالخصوص د کیمیاوي انجنیری (د کیمیاوي صنایعو تجهیزات او د کیمیاوي انجنیری د پروسو ډیزاین) په برخه کې د ورځنی پوهې او همدارنګه د تجهیزاتو او تولو تولیدي کیمیاوي صنعتي شرایطو په ټولو مسائلو کې ځیرکتیا ، ښوونه او روزنه ده. او د افغانستان د لوړو زده کرو د خونې د مقرارتو، قوانینو او اصولو رعایت کول دي.
تفصیلي هدفونه
- د هیواد په کچه د داسې مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه چې فارغین يې ددې توانا اوقابل وي چې په ملي روحیه، ملي ګټو ته په وفاداری او ژمنتوب سره ، په پوره پوهه او د منطقې او هیواد په سطحه د کاري بازارونو د غوښتنو او تقاضاوو سره مطابقت ولري مصدر د خدمت شي.
- د کیمیاوي انجنیری څانګې تر ١۴٠۴ ه . ش کال پورې د افغانستان په سطحه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټولو څانکو له جملې څخه د د یو معتبر او بهتره څانګې په ډول خپل موقف او ځای ته ارتقاء ورکونه ده.
- په معیاري کیفیت ، د هېواد د ضرورتونو پر اساس ، د کاري آزاد بازار د غوښتنو او همدارنګه د دولت د لویو پلانونو پر اساس په منطقوي او ملي کچه د ورځنیو تخصصي او مسلکي علومو او پوهې په ترلاسه کولو سره ددې رشتې د متقاضیانو ښوونه او روزنه ده.
- د مر تبطو دولتي او غیر دولتي مؤسسو سره د هېواد د انکشافي پلانونو په اجرا کولو او انجام کولو کې علمي مرستې.
- د نړیوالو او ملي معیارونو په رعایت سره د متقاضیانو د زده کړو خدمتونو ته کمي او کیفي ارتقاء.
- ټولو په شرایطو برابرو تقاضا کوونکیو ته د کیمیاوي انجنیری په بخش کې د علم اوپوهې وړاندې کول.
- په عملي او نظري ډول سره په هیواد کې په پراخه کچه د علمي لاسته راوړنو څخه د استفادې رواج کول.
- له پوهنتون څخه په بیرون کې په ټولو علمي مرکزونو کې د معلوماتو تبادله او مرسته.
- په کیمیاوي انجنیری پورې په ټولو اړوندو بخشونو کې تحقیق.
- د نړیوالو او ملي ستندردونو سره په مطابقت د یو معیاري څانګې ایجادول.
- د زده کړو په کیفیت باندې جدي تمرکز .
- د کیفیت د ښه والي لپاره د اکاډمیکو برنامو تطبیق.
- د علمی کادر غړو د لوړو زده کړو (ماستري او دوکتورا ) د تکمیل کولو لپاره د فرصتونو ایجادول او د پخوانیو استاذانو د ظرفیت لوړول.
- د موجوده امکاناتو په نظر کې نیولو سره د پوهنتونونو د مالي اسقلالیت په اساس د خدمتونو وړاندې کول.
- د جامعې د مشکلاتو په حل کولو ، جامعې د ارتباطاتو په برقرار کو لو او د جامعې په رشد کې سهم اخیستل.
- په مفید دول د کریکولم څخه نظارت او نظر وړاندې کول.
- د علمي تحقیقونو لپاره د آسانتیاوو ایجادول.
- د استاذانو د تحقیق او د محصلینو د صنفي پروژو لپاره د لابراتواري وسایلو صحیح او مؤثره استفاده کول،
- د څانګې د پراختیا او انکشاف لپاره د داخلي او خارجي مادي او معنوي مرستو جلب او جذب کول.
- د علمي کادرو غړو د ظرفیت لوړول.
- په نشراتي موادو باندې کار
- د ټولو داخلي او خارجي پوهنتونونو سره ارتباط برقرار کول.
- علمي کادر غړي
- نوماند پوهنیار عین الله "یاسینی" (د کیمیاوی انجنیری د څانګې آمر)
مکمل نوم: عین الله "یاسینی"
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
د لوړو زده کړو درجه : ماستر
رسمي موقف: استاذ
د زیږېدو نېټه : ۱۳۷۵
لوړې زده کړې : د نفت او ګازو د کیمیاوي صنایعو انجنیری ماستر
ایمیل: a.yasini@kpu.edu.af
د تیلفون شمېره : ۷۹۵۱۱۴۴۳۵ (۰) ۹۳ +
د علمي آثارو شمیر: (۱) ملی مقاله او (۱) نړیواله مقاله
- نوماند پوهنیار شهاب "حازم"
مکمل نوم: شهاب "حازم"
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
د لوړو زده کړو درجه: لیسانس
رسمي موقف: استاد
د زیږېدو نېټه: ۱۳۷۹
لوړې زده کړې : د غیرعضوی مواد د انجنیری لیسانس
ایمیل: hazimshahab@kpu.edu.af
د تیلفون شمېره: ۷۴۵۵۵۲۲۲۲ (۰) ۹۳ +
د علمي آثارو شمیر : صفر
- نوماند پوهنیار ذبیح الله "اتل"
مکمل نوم: ذبیح الله "اتل"
علمي رتبه: نوماند پوهنیار
د لوړو زده کړو درجه: لیسانس
رسمي موقف : استاد
د زیږېدو نېټه : ۱۳۷۹
لوړې زده کړې : د غذایی مواد د انجنیری لیسانس
ایمیل: zabihullah.atal@kpu.edu.af
د تیلفون شمېره : ۷۸۲۹۴۲۶۴۳ (۰) ۹۳ +
د علمي آثارو شمیر : صفر
- نوماند پوهنیار رفیع الله "سعادت"
مکمل نوم: رفیع الله "سعادت"
علمي رتبه : نوماند پوهنیار
د لوړو زده کړو درجه: لیسانس
رسمي موقف : استاذ
د زیږېدو نېټه : ۱۳۷۷
لوړې زده کړې: د نفت او ګازو د کیمیاوي صنایعو انجنیری لیسانس
ایمیل: rafiullah.saadat@kpu.edu.af
د تیلفون شمېره : ۷۸۵۷۸۱۳۱۵ (۰) ۹۳ +
د علمي آثارو شمیر : صفر
- انجنیر عبدالوسیم "حبیبی"
مکمل نوم : انجنیر عبدالوسیم "حبیبی"
رتبه علمی: ندارد.
د لوړو زده کړو درجه: لیسانس
رسمي موقف: د کیمیاوی انجنیری د څانګې د لابراتوار لابرانت انجنیر.
د زیږېدو نېټه : ۱۳۶۹
لوړې زده کړې: : سیول انجنیری لیسانس
ایمیل: wasim_habibi@hotmail.com
شماره تماس : ۷۸۹۳۴۱۲۰۹ (۰) ۹۳ +
د علمي آثارو شمیر : صفر
- تحقیقي او علمي فعالیتونه
ددې څانګې استادانو له ۱۴۰۳ کال څخه را پدیخوا یوه (۱) داخلي علمي مقالې او یوه (۱) نړیواله علمي مقاله نشر کړیده، او پنځه (۵) نورې مقالې تر نشر لاندې دي.
د نشر شویو مقالو لست:
- Investigating the quality of Ghori cement based on the composition of raw materials and the way to improve it (kpu ijet) لینک دانلود
- د موټر په ماشین کې د سوختي موادو د اکسیجن د مصرف د سانسور په کړنلاره باندې د کتلستي مبدل د حذف د تاثیر مطالعه (د پامیر علمي مجله) لینک دانلود
د نشر شویو مقالو لېست:
- د افغانستان د نیمروز ولایت د هامون او ګودزرې د جهیلونو په مالګینو اوبو کې د لیتیم د مقدار ارزونه.
- د نقلیه وسایلو په کتلستي مبدلونو کې په غیر مضره ګازاتو باندې د مضره ګازاتو په تبدیل کولو کې د رودیم ، پلادیم ، پلاتین د عنصرونود کړنلارې د میکانېزم بیاکتنه.
- په صحت او محیط زیست باندې د فسیلي سوختي موادو د احتراق په پایله کې د منتشر شوی سلفر د عواقبو ارزونه.
- د اقغانستان د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د څښلو د اوبو د کیفیت ارزونه.
- Investigating the role of X-rays in XRF machine.