د کابل پولي تخنیک پوهنتون کارمندانو د فوټسال منتخبې لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې خاتم النبیېن پوهنتون د فوټسال لوبډلې ته ماته ورکړه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۲۹
image

دغه سيالۍ د روان کال د زمري مياشتې په اتمه نيټه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت او د خاتم النبیین پوهنتون د عامه اړیکو او نړیوالو چاروآمریت په همغږي او همکارۍ، د خاتم النبیین پوهنتون سره د همکارۍ د تفاهم په چوکاټ کې د یاد پوهنتون د کارمندانو ترمنځ د دوستۍ او نږدېوالي فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې دغه لوبه د ۷-۵ په پایلې سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون کارمندانو د فوټسال منتخبې لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۲
Background image

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

سیمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

 

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر عنوان لاندې سیمینار د محصلینو په ګډون ترسره شو. چې هدف یې. . .

BACK TO NEWS