د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون د دندو لایحه
د دندې موخه
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عوایدو، لګښتونو او تادیاتو د راپورونو کنټرول او څارنه، د مالي او حسابي چارو تنظیم، د عامه اړیکو او پوهاوي آمریت، د تدارکاتو او تهیه چارې، د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون اړوند فعالیتونو نظارت او مدیریت.
دندو تشریح
۱. د پوهنتون د کاري پلان سره سم د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اوونیزو، میاشتنيو، ربعهوارو او کلنیو کاري پلانونو ترتیب.
۲. د پلان شوو موخو د تحقق په موخه د تر واک لاندې پرسونل رهبري او مدیریت.
۳. د کاري موثریت او بازدهۍ د لوړولو لپاره د اړینو مالي او اداري پالیسیو طرح او تطبیق.
۴. د پوهنتون د مالي او اداري چارو تنظیم، نظارت او پرمخ بېول، چې پکې پلان ګذاري، تهیه او تدارکات او نور اړوند مالي او اداري امور شامل دي.
۵. د ذیربطو څانګو سره په همغږۍ د بودجې ترتیب او د هغې د تطبیق څارنه، تر څو عادي او انکشافي مصارف تأمین شي.
۶. د عادي او انکشافي لګښتونو د تأمین په موخه په وزارت کې د پوهنتون د بودجې دفاع.
۷. د مالي کال په نیمایي کې (د بودجې د بیا وېش پر مهال) د عادي او انکشافي بودجې اړوند ستونزو د حل لپاره لازم تدابیر نیول.
۸. د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د بودجوي مصارفو د تطبیق څارنه، تر څو شفاف حسابدهی تأمین شي.
۹. د اړوندو آمریتونو د اجرائیوي چارو نظارت، د اجرااتو د چټکتیا په موخه.
۱۰. د بشري سرچینو له لوري د ټاکل شوو کمېټو او د نوماندانو د لنډلست (شارټ لېسټ) کنټرول او څارنه، تر څو واجد شرایط اشخاص استخدام شي.
۱۱. د مالي، اداري او پلانګذارۍ په برخه کې د پوهنتون رئیس ته د اړینو مشورو او معلوماتو وړاندې کول.
۱۲. د پوهنځیو او د پوهنتون له نورو څانګو سره همکاري، تر څو د هغوی اداري اجراات اسانه او منسجم شي.
۱۳. د قانوني صلاحیتونو او د پوهنتون د مالي توان په چوکاټ کې د مالي اسنادو او اړوندو اجرااتو منظوري.
۱۴. د کارکوونکو د اجرااتو د کیفیت ارزونه، د کاري بازدهۍ د لوړولو او د هغوی د ظرفیت د ارتقا په موخه.
۱۵. د نورو هغو دندو اجرا، چې د پوهنتون د ریاست د اهدافو، نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د ذیصلاح مقاماتو له لوري ورسپارل کېږي.