د چینا افغان کمپنۍ استازي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل8/11/1444
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د چینا افغان کمپنۍ له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل .
په دغه لیدنه کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون ښاغلي حافظ انجنیر عنایت الله هم ګډون درلود، ښاغلي اقبال د ښه راغلاست وینا تر څنګ د پوهنتون د ظرفیتونو، امکاناتو، علمي برنامو او همدارنګه د ماستري او دوکتورا پروګرامونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل .
د یادونې وړ ده چې، د چینا افغان کمپنۍ استازي د یاد پوهنتون ټولي چارې مثبتې و ارزولې او د امکاناتو، علمي برنامو او د لابراتوارونو په تجهیز کې یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.