د ودانیو د انجنیري مدیریت
د ساختماني مدیریت او انجنيرۍ د ماستری پروګرام د ودانیزو چارو د مدیریت ډیپارټمنټ څانکه لند پیژندنه:
د ودانیو مدیریت او انجینری ماسټري رشته یوه له هغو پېژندل شویو نړیوالو رشتو څخه ده چې د هېواد د عاجل اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره، کوم چې د لوړ پانګې اچونې او منابعو د مدیریت غوښتنه لري، خورا مهمه ګڼل کېږي. له همدې امله، د کابل پولی تخنیک پوهنتون د دې علمي ډګر په برخه کې د مخکښو بنسټ ګرانو په توګه اقدام وکړ او دغه برنامه یې رامنځته کړه.
دا برنامه د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې د اړتیا سنجونې او د لوړو زده کړو د محترم وزارت د لید پراساس، په ودانیزو چارو د مدیریت ډیپارټمنټ، د ساختماني پوهنځي، د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې رامنځته شوه. په ۱۴۰۲ کال کې د دې رشته لومړني فارغان خپلې ماسټري تیزسونه په بریالیتوب سره د یوه علمي تحقیقي مقالې په خپرولو سره په یو له معتبره ملي او بین المللي ژورنالونو کې دفاع کړل.
دغه برنامه د آزاد رقابت له لارې چې هر کال د امتحاناتو ملي ادارې لخوا ترسره کېږي، په شرایطو برابر غوښتونکي مني. دا برنامه په دوه تر درې کلونو کې بشپړېږي او محصلین د شاملېدو وروسته په څلورو سمسترونو کې 46 کریډیټ بشپړوي چې پکې د کورسونو، سیمینارونو او ماسټري تیزس شامل دي. محصلین په درېیو لومړنیو سمسترونو کې مکلف دي چې د درسي کریډیټونه بشپړ کړي او د څلورم سمستر وروسته، د پروپوزل وړاندې کولو نه وروسته خپل تحقیقي کار ته ادامه ورکوي. د دې برنامې په نصاب کې، محصلین مخکې له دفاع کولو مکلف دي چې یوه علمي مقاله په معتبره ژورنالونو کې چاپ کړي.
فزیکي منابع د دې برنامې عبارت دی له: مجهز لابراتوار د ساختماني موادو لپاره، معیاري درسي صنفونه، اداري دفترونه، چاپیریال او ازاد ځایونه، د ژوند اسانتیاوې او کمپیوټر لابراتور.
لید لور
د ودانیو مدیریت او انجینری ماستر په راتلونکي کې غواړي چې د تدریس، تحقیق، نوښت، او د عصري علومو د مدیریت او انجنیرۍ ساختماني د ترویج له لارې په سیمهییزه کچه د معتبر پوهنتونونو په ردیف کې ځای ولري.
ماموریت
د ودانیو مدیریت او انجینری ماستری ژمنه لري چې د نوو تدریسي میتودونو، تحقیق، نوښت او عصري علومو په کارولو سره د دې رشتی متخصصین وروزي، ترڅو د بازار د کار یوه لویه برخه اړتیاوې پوره کړي.
|
شماره |
اسم |
درجه تحصیل |
موقف اکادمی |
سال استخدام |
|
1 |
پوهاند دوکتور امان لله فقیری |
دوکتورا |
پوهاند |
1370 |
|
2 |
پوهنمل دوکتور محمد نجیم واحدی |
دوکتورا |
پوهنمل |
1394 |
|
3 |
پوهنمل دوکتور محمد عالم وردک |
دوکتورا |
پوهنمل |
1395 |
|
4 |
پوهنمل محمد شعیب کوهستانی |
ماستر |
پوهنمل |
1395 |
|
5 |
پوهنمل عبدالتواب علیم |
ماستر |
پوهنمل |
1395 |
|
6 |
پوهنمل محمد ناصر امین |
ماستر |
پوهنمل |
1385 |
|
7 |
پوهنیار عبدلباری رحیمی |
ماستر |
پوهنیار |
1395 |
د رشته تعلیمي موخې
د دې رشته تعلیمي موخی دا دی چې د ودانیو مدیریت او انجینری کې مسلکي، معياري او نړیوال مهارتونه وړاندې کړي، څو د متخصص او ژمن ځواک روزنه وکړي تر څو د ملي او نړیوالو مسلکي اړتیاوو پوره کولو توان ولري. دغه اهداف لاندې برخې پوښي:
- د ودانیو مدیریت او انجینری بنسټونو سره پېژندګلوي، په پام کې نیولو سره د اسلامي روحیې پالنه، د ټولنې پېژندنه او د فزیکي روغتیا ساتنه.
- د ودانیزو پروژو د عصري ټکنالوژۍ پېژندنه او د ستونزو د حل لپاره یې کارول.
- د ودانیزو پروژو د لګښتونو اټکل او مالي چارو د مدیریت لپاره پوهه ترلاسه کول.
- د وخت په جدول مطابق د بشري ځواک پلان جوړونې او مدیریت زده کړه.
- د ودانیزو عناصرو په طرحه او ډیزاین کې د اړتیا وړ کنټرول او څارنې زده کړه.
- د ودانیزو پروژو د ټولو چارو د پروسې کنټرول زده کړه.
- د ملي ودانیزو پروژو د مسایلو د حل لپاره پوهه ترلاسه کول.
- د پایدارو ودانیزو چارو او موادو پېژندنه.
- د ودانیزو پروژو په مختلفو مرحلو کې د قراردادونو او ریسک مدیریت سره پېژندګلوي.
د فارغانو وړتیاوې
د ماسټري پروګرام «د ودانیو مدیریت او انجینری » فارغان د دې وړتیا لري چې په تدریس، تحقیق او په پېچلو ودانیزو پروژو کې کار وکړي. همدارنګه، دوی به په وزارتونو او ملي پروژو کې چې د انجنیرۍ او مدیریت تخصص ته اړتیا لري، برخه واخلي. برسېره پر دې، دغه فارغان به د ملي پروژو په جوړولو کې، لکه د زیربنایي او پرمختیایي پروژو په رهبري او کلیدي رولونو کې برخه ولري.
د رشتی تمه کېدونکي پایلې
- د ودانیزو پروژو اټکل او مدیریت د نړیوالو پېژندل شویو معیارونو مطابق.
- د پېچلو انجنیري نقشهګانو تطبیق.
- د ودانیزو پروسو تنظیم د هېواد په مختلفو اقلیمي شرایطو کې.
- د ودانیزو پروژو د وخت جدول جوړول او تعقیبول.
- د ودانیزو پروژو د بشپړتیا لپاره اقدامات کول.
- د ودانیزو پروژو مدیریت په مفهومي، پلان جوړونې، تطبیق، کنټرول او څارنې پړاوونو کې.
- په پروژو کې د منابعو مؤثر مدیریت.
- د ودانیزو پروژو بریالۍ بشپړتیا د مخکې ټاکل شوي پلان مطابق.
- د رشته اړوند علمي تحقیقات ترسره کولو وړتیا.