د مالي او اداري چارو د مرستيالۍ راتلونکي پلانونه

د مالي او اداري چارو مرستيالي په هدف د خدمتونو د ښه والي، شفافيت او مؤثريت د لوړولو، لاندې پلانونه په بېلابېلو برخو کې پلي کوي:

۱. د نشراتو برخه

د دې آمريت عمده پلانونه په لاندې څلورو برخو کې دي:

  1. د مطبعه د عصري چاپ ماشینونو او وسایلو سره تجهیز
  2. د مطبعه له لارې عایدات زیاتول تر څو د پوهنتون داخلي بودیجه پوره شي
  3. د تخنیکي او مسلکي بستونو رامنځته کول
  4. د عصري نشراتي وسایلو او تجهیزاتو برابرول

۲. د کارکوونکو چارو برخه

  1. د اداري چارو د پلي کولو لپاره د معیار مطابق یو منظم ډیټابېس جوړول
  2. د شفافیت او عدالت د تامین لپاره د پولی تخنیک پوهنتون د ټولو کارکوونکو حاضري برېښنایي کول
  3. د استادانو، کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو د کلونو زړو سوانحو ټولې آرشیف شوې دوسیې په معلوماتي سیستم کې ثبتول

۳. د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه

  1. د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز پراختیا تر څو د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو لپاره د انټرنېټي او ټکنالوژیکي خدماتو وړاندې کول، په ملي او نړیوالو معیارونو برابر
  2. د سیمي او بېسیم کمپیوټري شبکو پراختیا او نوي کول
  3. د موجوده سرورونو لوړول او د معلوماتو د ذخیره کولو او مدیریت لپاره یو جامع مرکزي سرور جوړول
  4. د لابراتوارونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز د تجهیزاتو لپاره د بریښنا د ثابتې تامین لپاره سولري بریښنا سیسټم جوړول
  5. د کمپیوټرونو او سافټویرونو معیار برابرول د یو واحد پالیسۍ (Standardization Policy) مطابق
  6. د نوې ټکنالوژۍ په اړه د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول
  7. د تخنیکي چارو او شبکې د مدیریت له لارې د انټرنېټ کیفیت او سرعت ښه کول

۴. د لیلیې برخه

  1. د لیلیې د آمریت د خوړو خونې سره نږدې د یو معیار مطابق د پخلنځي ودانۍ جوړول
  2. د لیلیې لپاره د ۴۰۰ دوه منزله چپرکت بستونو اړتیا
  3. د لیلیې محصلینو لپاره د ۱۰۰۰ بست وسایلو برابرول (دوشک، بالښت، کمپل او روجاۍ)
  4. د لیلیې د محصلینو د خونې لپاره د ۱۸۰ چټیو پکې برابرول او نصب
  5. د لیلیې د آمریت د دفتر وسایل برابرول (کمپیوټر، پرنټر، کوچ وطني او د مدیریت څوکۍ)

۵. د تهیه او تدارکاتو برخه

  1. د ساتنې او مراقبت آمریت: د ۱۱ پروژو پلي کول چې پکې د تشنابونو اساسي ترمیم، د پوهنتون ودانیو رنګمالی، د ټولو سړکونو اسفالټ کول، د پیاده‌رو ترمیم، د لیلیې د پخلنځي جوړول او د پارکینګ د سیوري جوړول شامل دي.
  2. د اجناسو برخه: د ۱۸ پروژو پلي کول چې پکې قرطاسیه، د پرنټر رنګونه، د پاکوالي مواد، د دفتر اجناس، د آی‌تي تجهیزات، د سولر بریښنا سیسټم، د کتابتون تجهیز، د مطبعه ماشینونو تجهیز، د ډیزل او پټرول ډولونه، د تیلو مواد او د وسایطو ترمیم شامل دي، د عادي بودیجې له مخې د مجموعي لګښت سره ۲۴۴,۸۵۶,۸۳۰ افغانی.
  3. د انکشافي بودیجې برخه: د ۱۴ مختلفو پروژو پلي کول په ګډون د جامع مسجد جوړول، د تدریسي ودانیو جوړول، د لابراتوارونو پراختیا، د پوهنځیو لابراتواري تجهیزات او د ډیپوګانو جوړول، د مجموعي بودیجې سره ۱,۷۴۹,۳۳۰,۵۶۰ افغانی.

۶. د مالي او حسابي چارو برخه

د مالي او حسابي آمریت په موخه د شفافیت او مؤثریت د لوړولو لاندې پلانونه پلي کوي:

  1. د شفافیت او راپور ورکولو د ښه کولو لپاره منظم مالي او اداري ډیټابېس جوړول
  2. د پوهنتون د ستراتیژیک پلان سره سم د ۵ کلنې عادي او انکشافي بودیجې ترتیب او تطبیق
  3. د عوایدو د راټولولو سیسټم برېښنایي کول د اسانتیا او شفافیت لپاره
  4. د تیر کالونو ټول آرشیف اسناد سکین کول او په منظم ډول یې په معلوماتي سیستم او کمپیوټرونو کې ثبتول، تر څو چټک لاسرسی، د اسنادو ساتنه او د مراجعينو د چارو اغیزمنه رسیدګي یقیني شي.

د خدماتو، ساتنې او مراقبت برخې پلانونه

۱. د پوهنتون د ټولو دننه سړکونو اسفالټ کول
۲. د تدریسي ودانۍ، د آی‌ټي لابراتوار او عمومي ریاست د تشنابونو اساسي ترمیم
۳. د ۲۰۰۰ کسانو ظرفیت لرونکي شریف جومات جوړول
۴. د کمپیوټر ساینس پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ بشپړول
۵. د پوهنتون د ټولو ودانیو لپاره د فلټري اوبو د تصفیه کولو پروژه
۶. د موټرو د پارکینګ لپاره د سیوري (سایبان) جوړول
۷. د لیلیې آمریت لپاره د یو عصري پخلنځي جوړول

User account menu