د علمي مرستیال د دندو لايحه
د علمي مرستیال د دندو لايحه:
- د تدريسي چارو د معياري کولو لپاره د استاذانو د تحصېلي او تعليمې پالیسیو طرح کول.
- د پوهنتون اړوند پوهنځیو د درسې پلانونو او پروګرامونو لارښوونه او څارنه.
- د استاذانو د تقرر، انفکاک، ودي، پر مختګ او علمي ترفیعاتو اړوند چارو لارښوونه او څارنه.
- د نړیوالو معیارونو مطابق د پوهنځیو لپاره د درسي کتابونو او موادو د برابرولو څارنه او کنټرول، څو محصلین ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
- د فوق ليسانس (ماستري او دوکتورا) پروګرامونو لپاره د پالیسیو طرح کول،
- په پوهنځیو کې د درسي پلانونو د تطبیق لپاره د استادانو د نظري او عملي درسونو منظم تفتیش.
- د استادانو د ترفیع او ارتقا په هدف د علمي کنفرانسونو اړوند چارو لارښوونه او څارنه.
- د پوهنتون د رئیس د غیاب په صورت کې د چارو پر وخت ترسره کول او مخته وړل.
- د تحصیلي نصاب د تطبیق څارنه، او له پوهنځیو سره د نصاب په جوړولو کې همکاري.
- له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د تفاهم ليکونو د کولو اړوند چارو پر مخ بېول.
- د کال په پای کې د پوهنځیو د رئیسـانو ارزونه.
- په پوهنتون کې د برېښنایي زده کړو دودول او پیاوړتیا.
- په پوهنتون او پوهنځیو کې د کیفیت د ارتقا د پروسې رهبري او څارنه.