د زر تنو افغان انجنیرانو د مسلکي روزنې هوکړه لاسلیک شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۲:۴۷
photo

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون( KPU )او LEAD مؤسسې (Linking Education Aid Development Organization) ترمنځ هوکړه وشوه، چې په پولي‌تخنیک پوهنتون کې به د دغې مؤسسې لخوا په راتلونکو دریو کلونو کې (۱۰۰۰) تنه افغان انجنیرانو ته په مختلفو برخو کې بهرني او کورني متخصصین مسلکي روزنه ورکوي. دغه هوکړه‌لیک د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د LEAD مؤسسې د رئیس ښاغلي محمد داود عابدي لخوا د عقرب په ۹ د سه شنبې په ورځ په کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به LEAD مؤسسه د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې په راتلونکو دریو کلونو کې د انجنیرۍ په بېلابېلو څانګو کې (۱۰۰۰) تنو افغان انجنیرانو ته، چې (۲۰) سلنه به یې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون او د هيواد د نورو پوهنتونونو استادان او انجنیران وي، د انجنیرۍ د بېلابېلو څانګو کورني او بهرني متخصصین، نوې، عصري او د نړیوالو ستنډردونو سره سم مسلکي روزنه ورکوي او فارغینو ته به یې د انجنیرۍ نړیوال اعتبار لرونکی سند ورکړل شي.
دې پروګرام ته به د یو شفاف مېکانېزم له لارې په دولتي او خصوصي سکتور کې د بوختو انجنیرانو په ګډون د هیواد نور انجنیران او د انجنیري څانګو د وروستي کال محصلین هم انتخاب شي څو یې مسلکي او عملي وړتیاوې لوړې شي او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بریښنايي ماشینونو (ICEM) په نړیوال کنفرانس کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال مقالې مثبتې و ارزول شوې.

د بریښنايي ماشینونو او ساده بریښنايي موټرونو نړیوال کنفرانس (ICEM) چې د نړۍ له مهمو علمي کنفرانسونو څخه ګڼل کیږي، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۴ نېټه د ایټالیا ښار تورین کې د نړۍ له بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۲۵
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ذهني پریشانۍ (اظطراب) تر عنوان لاندی سیمینار تر سره شو.

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

دا سیمینار چې د ذهني پریشانۍ (اضطراب) موضوع او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه ترسره شوی و، په کې د پولي تخنیک پوهنتون محصلینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۳۹
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنې میتودولوژي او په ساینسي څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د اهمیت په اړه ورکشاپ جوړ شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد ورکشاپ چې د څیړنیزې میتودولوژي او په څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت په اړه ترتیب شوی و، اصلي هدف یې د علمي څیړنو د طریقو او. . .

BACK TO NEWS