د جیودیزی انجنیری ځانګه:

د کابل پولې تخنيک پوهنتون د تأسیس له وخته دغه څانګه د جيوديزي او مارکشيدري څانګې په عمومي جوړښت کې فعاليت درلود. په 1361 ل کال کې یې فارغ  ورکونکې څانګې ته لوړه شوه او دوه دورې يي  د مارکشيدري انجنيران فارغ کړل او بيا د جيوديزي انجنيري په څانګه تبدیله شوه.

څرنګه چې د انجنيري جيوديزي مسلکي انجنيران د ټولو ساختماني پروژو لپاره یوه اړینه اړتيا ده، په دغه څانګه کې تر 1372 ل کاله پورې ۵ دورې د ماسټر په کچه انجنيران روزل شويدي. له دغې څانګې څخه تر ننه پورې 421 انجنيران د لِسانس په کچه  فارغ شوي دي.

د انجنيري جيوديزي په څانګه کې استادان بېلابېلې علمي رتبې لري، ټول استادان په نږي ټکنالوژۍ سمبال او د کتابونو، ليکچر نوټونو، سافټويرونو او پاورپاينتټ په مرسته خپل تدريس په مخ بیایي. بايد ووايو چې په دې څانګه کې د اندازه کولو وسایل ټول ډیجېټل شويدي او دا څانګه په دغو ټولو سامان آلاتو سمباله ده او د زده کړو په لړۍ کې ترینه عملاً ګټه پورته کیږي.                                                       

د انجنيري جيوديزي څانګې موخې:          

د  جيوديزي انجنيري څانګه د لاندنیو موخو په ترلاسه کولو پسې ګرځي:

- د کتابونو ژباړه؛

- د تخصصي او مسلکي انجنيري په ګاڼه سمبال په لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه؛

- د ښو اخلاقو لرونکو او وطن پالو کادرونو روزنه؛

- برابرښت او ورورولۍ؛

- د استادانو د ظرفيتونو لوړول؛

- د يوې مناسبې ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او دسياسي، قومي، ژبنیواو مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛

- د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛

- د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړکوونکو سرچینو موندل؛

- د وزارتونو، ادارو او سکټوري ارګانونو سره د پوهنیزو،څېړنیزو، او اکاډميکو اړیکو او همکارۍ رامنځته کول په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره، د هوکړه لیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛

- د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛

- د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول؛

- د نوي کادرونو ګومارل او د هغوی د ظرفيت لوړول؛

 

د جیودیزي انجینري ډیپارټمنت درسي کریکولم

لومړی ټولګی – لومړی سمستر

  1. اسلامي ثقافت ، 1 کریډیټ
  2. بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
  3. د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټ
  4. عالي ریاضیات ، 4 کریډیټه
  5. د جیودیزۍ اساسات، 3 کریډیټه
  6. بدني روزنه، 1 کریډیټ
  7. رسم تخنیک، 2 کریډیټه
  8. کمپیوټر I.C.T، 2 کریډیټه
  9. ترسیمي هندسه ، 2 کریډیټه

مجموعه 18 کریډیټه

لومړی ټولګی – دوهم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
  3. د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټه
  4. عالي ریاضیات، 4 کریډیټه
  5. بدني روزنه، 1 کریډیټ
  6. ترسیمي هندسه، 2 کریډیټه
  7. کمپیوټر AD.I.T، 2 کریډیټه
  8. د جیودیزۍ اساسات ، 4 کریډیټه
  9. د توپوگرافۍ رسم، 1 کریډیټ
  10. ښوونیز پرکتیک I، 2 کریډیټه

مجموعه 20 کریډیټه

دوهم ټولګی – دریم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
  3. بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
  4. جیولوژی و جیومورفولوژی، 2 کریډیټه
  5. په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
  6. جیودیزي II، 4 کریډیټه
  7. د الکترونیک اساسات ، 2 کریډیټه
  8. فزیک، 4 کریډیټه

مجموعه 20 کریډیټه

دوهم ټولګی – څلورم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
  3. جیودیزی II، 4 کریډیټه
  4. د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 4 کریډیټه
  5. فزیک، 4 کریډیټه
  6. په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
  7. ښوونیز پرکتیک II، 2 کریډیټه

مجموعه 20 کریډیټه

دریم ټولګی – پنځم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
  3. ودانیزه تکنالوژۍ، 2 کریډیټه
  4. د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 3 کریډیټه
  5. چاپیریال ساتنه، 1 کریډیټه
  6. عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
  7. جیودیزیکي استرونومي، 2 کریډیټه
  8. الکترونیکي تکیومتر، 2 کریډیټه
  9. د جیودیزیکي وسایلو پیژندنه، 2 کریډیټه

مجموعه 19 کریډیټه

دریم ټولګی – شپژم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
  3. فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
  4. عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
  5. رادیو جیودیزیکي اندازه ګیرۍ، 3 کریډیټه
  6. کیهاني جیودیزي، 3 کریډیټه
  7. ښوونیز پرکتیک III، 3 کریډیټه

مجموعه 19 کریډیټه

څلورم ټولګی – اووم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. تطبیقي جیودیزي، 4 کریډیټه
  3. عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
  4. فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
  5. ګراویمتري، 2 کریډیټه
  6. GIS-1، 2 کریډیټه
  7. کارتوګرافي، 2 کریډیټه
  8. د کدستر اساسات، 1 کریډیټ

مجموعه 18 کریډیټه

څلورم ټولګی – اتم سمستر

  1. اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
  2. ځمکنۍ سروې، 2 کریډیټه
  3. پلان ایښودنه او رشتوي اقتصاد، 2 کریډیټه
  4. له دیپلوم مخکې کورس، 2 کریډیټه
  5. ریموټ سینسینګ، 3 کریډیټه
  6. GIS -2، 3 کریډیټه
  7. ښوونیز تولیدي پرکتیک، 4 کریډیټه

مجموعه 17 کریډیټه

پنځم ټولګی – نهم سمستر

  1. د دیپلوم پروژه، 12 کریډیټه

مجموعه 12 کریډیټه

د لېسانس یوې تحصیلي دورې ټول درسونه 163 کریډیټه