د جیودیزی انجنیری ځانګه:
د کابل پولې تخنيک پوهنتون د تأسیس له وخته دغه څانګه د جيوديزي او مارکشيدري څانګې په عمومي جوړښت کې فعاليت درلود. په 1361 ل کال کې یې فارغ ورکونکې څانګې ته لوړه شوه او دوه دورې يي د مارکشيدري انجنيران فارغ کړل او بيا د جيوديزي انجنيري په څانګه تبدیله شوه.
څرنګه چې د انجنيري جيوديزي مسلکي انجنيران د ټولو ساختماني پروژو لپاره یوه اړینه اړتيا ده، په دغه څانګه کې تر 1372 ل کاله پورې ۵ دورې د ماسټر په کچه انجنيران روزل شويدي. له دغې څانګې څخه تر ننه پورې 421 انجنيران د لِسانس په کچه فارغ شوي دي.
د انجنيري جيوديزي په څانګه کې استادان بېلابېلې علمي رتبې لري، ټول استادان په نږي ټکنالوژۍ سمبال او د کتابونو، ليکچر نوټونو، سافټويرونو او پاورپاينتټ په مرسته خپل تدريس په مخ بیایي. بايد ووايو چې په دې څانګه کې د اندازه کولو وسایل ټول ډیجېټل شويدي او دا څانګه په دغو ټولو سامان آلاتو سمباله ده او د زده کړو په لړۍ کې ترینه عملاً ګټه پورته کیږي.
د انجنيري جيوديزي څانګې موخې:
د جيوديزي انجنيري څانګه د لاندنیو موخو په ترلاسه کولو پسې ګرځي:
- د کتابونو ژباړه؛
- د تخصصي او مسلکي انجنيري په ګاڼه سمبال په لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه؛
- د ښو اخلاقو لرونکو او وطن پالو کادرونو روزنه؛
- برابرښت او ورورولۍ؛
- د استادانو د ظرفيتونو لوړول؛
- د يوې مناسبې ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او دسياسي، قومي، ژبنیواو مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛
- د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛
- د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړکوونکو سرچینو موندل؛
- د وزارتونو، ادارو او سکټوري ارګانونو سره د پوهنیزو،څېړنیزو، او اکاډميکو اړیکو او همکارۍ رامنځته کول په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره، د هوکړه لیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛
- د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛
- د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول؛
- د نوي کادرونو ګومارل او د هغوی د ظرفيت لوړول؛
د جیودیزي انجینري ډیپارټمنت درسي کریکولم
لومړی ټولګی – لومړی سمستر
- اسلامي ثقافت ، 1 کریډیټ
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټ
- عالي ریاضیات ، 4 کریډیټه
- د جیودیزۍ اساسات، 3 کریډیټه
- بدني روزنه، 1 کریډیټ
- رسم تخنیک، 2 کریډیټه
- کمپیوټر I.C.T، 2 کریډیټه
- ترسیمي هندسه ، 2 کریډیټه
مجموعه 18 کریډیټه
لومړی ټولګی – دوهم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټه
- عالي ریاضیات، 4 کریډیټه
- بدني روزنه، 1 کریډیټ
- ترسیمي هندسه، 2 کریډیټه
- کمپیوټر AD.I.T، 2 کریډیټه
- د جیودیزۍ اساسات ، 4 کریډیټه
- د توپوگرافۍ رسم، 1 کریډیټ
- ښوونیز پرکتیک I، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دوهم ټولګی – دریم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- جیولوژی و جیومورفولوژی، 2 کریډیټه
- په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
- جیودیزي II، 4 کریډیټه
- د الکترونیک اساسات ، 2 کریډیټه
- فزیک، 4 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دوهم ټولګی – څلورم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
- جیودیزی II، 4 کریډیټه
- د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 4 کریډیټه
- فزیک، 4 کریډیټه
- په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
- ښوونیز پرکتیک II، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دریم ټولګی – پنځم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
- ودانیزه تکنالوژۍ، 2 کریډیټه
- د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 3 کریډیټه
- چاپیریال ساتنه، 1 کریډیټه
- عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
- جیودیزیکي استرونومي، 2 کریډیټه
- الکترونیکي تکیومتر، 2 کریډیټه
- د جیودیزیکي وسایلو پیژندنه، 2 کریډیټه
مجموعه 19 کریډیټه
دریم ټولګی – شپژم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
- فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
- عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
- رادیو جیودیزیکي اندازه ګیرۍ، 3 کریډیټه
- کیهاني جیودیزي، 3 کریډیټه
- ښوونیز پرکتیک III، 3 کریډیټه
مجموعه 19 کریډیټه
څلورم ټولګی – اووم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- تطبیقي جیودیزي، 4 کریډیټه
- عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
- فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
- ګراویمتري، 2 کریډیټه
- GIS-1، 2 کریډیټه
- کارتوګرافي، 2 کریډیټه
- د کدستر اساسات، 1 کریډیټ
مجموعه 18 کریډیټه
څلورم ټولګی – اتم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- ځمکنۍ سروې، 2 کریډیټه
- پلان ایښودنه او رشتوي اقتصاد، 2 کریډیټه
- له دیپلوم مخکې کورس، 2 کریډیټه
- ریموټ سینسینګ، 3 کریډیټه
- GIS -2، 3 کریډیټه
- ښوونیز تولیدي پرکتیک، 4 کریډیټه
مجموعه 17 کریډیټه
پنځم ټولګی – نهم سمستر
- د دیپلوم پروژه، 12 کریډیټه
مجموعه 12 کریډیټه
د لېسانس یوې تحصیلي دورې ټول درسونه 163 کریډیټه