د ترانسپورټی ودانیو انجینری څانګه:

د اوسپنې د لارې د انجینری دیپارتمنت رسالت د هیواد د اړتیاو او د کار د بازار د غوښتنو او همدارنګه د هیواد د اوسپنې لارې د 5500 کیلومتری شبکې د سترو پلانو پر بنسټ ( اساس) ددې څانګې لیوالو (غوښتونکو) په ملی او نړیوالې کچې  د ورځې د غوښتنو مطابق د مسلکی او تخصصی پوهې سره روزل څخه عبارت دی.

د اوسپنې لاری د انجینری  دیپارتمنت   موخې

۱- د هیواد په کچه د یوه نیوی معیاري دیپارتمنت رامنځ ته کول ( جوړول)

۲- د زده کړی په کیفیت جدی پاملرنه ( تمرکز)

۳- د برنامه تطبیق

۴- د ماستری او ډاکټری په کچه د علمي کادرونو د غړو د زده کړو د بشپړولو لپاره د فرصتونو (شرایطو ) برابرول

۵- د شتو امکاناتو په پام کې نیولو سره د مالی استقلالیت (خپلواکی) پربنسټ د خدمتونو (چوپړتیاو ) وړاندی کونه

۶- د تولنې په پرمختګ کې ونډه اخېسته او د ټولنې سره د اړیکو ټینګول

د اوسپنې لارې د انجینری  دیپارتمنت   څخه د فارغ شویی زده کونکی ( فارغ التحصیل ) تعریف

د اوسپنې لارې د انجینری  دیپارتمنت   څخه فارغ شویی زده کونکي وروسته د فارغ کیدو څخه د لاندې اړتیاو د پوره کولو لاسته راوړلو لپاره د خدمت مصدر وګرځی:

۱- د اوسپنې د لارې پروژو پلان کونه

۲- د اوسبنې د لارې د پروژو ډیزاین یا طرح کول

۳- د اوسپنې د لارې د پروژو ودانول

۴- د اوسپنې د لارې د پروژو څخه څارنه او ساتنه

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت رسالت

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت  رسالت د با کیفیته او د ورځې د غوښتنو سره سم په په ډیزاین کې پوهې د کچې (سطحې) لوړیدنه او د کار د بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره د ترانسپورټی ودانیو ودانول او پلانیزه کول (پلان ګذاری)، د ټولنې د پرمختګ  لپاره د مسلکی او تخصصی ستنزو په حل کې ونډه اخېستنه، د ملی اړتیاو د پوره کولو څخه عبارت دی.

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت لید

د پوهې (زده کړې) لپاره د یو ستر مرکز را منځ ته کیدنه، په هغې کې د ترانسپورتی ودانیو انجینری نوې کونه (عصری کونه) او پراختیا او پلانیزه کول دي. مونږ تر ټولو غوره زده کونکي چې د ځانګړې جغرافیه او فرهنګ نماینده ګي(ښودنه ) کوی، د لوړو استعداد لرونکو اکاډمیکو غړو په وسیله، د لوړو او سوله ایزه زده کړو او څېړنیز(تحقیقاتی ) چارپیریال له لاری وروزو. مونږ به تکړه او ښه انجینران چې د نړی والی او افغنی ټولنې درناوی (احترام) ولری او د یوه ستندر اود لوړ ژوند لرونکې ټولنې د لارښونی وړتیا (توانمندی) ولری تربیه کړو ترڅو چې د ټولنی په پراختیا او چارو کې فعاله ونډه ولری او ملی او نړې والی کچه د مننی وړوی.

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت  موخې

د ترانسپورټی ودانیو د انجینری دیپارتمنت رسالت او لید ته د رسیدلو لپاره د لاندې موخو شتون اړین دی چې په لاندی توګه سره وړاندی کیږي:

۱- د یوه معیاری پوهنځی پرمختګ او پراختیا

۲- د لوړو زده کړو په  باکیفته او د ورځې د غوښتنو مطابق کیدو (عصری کیدو) ګټور کار

۳- د دیپارتمنت (څانګې) د علمی کادرونو د غړو فعالول

۴- د علمی کادرونو د غړو د زده کړو په پوره کولو یا لوړولو (ماستری ، ډاکتری) تر ټولو څخه زیات تأکید کول

۵- د ټولنې ته د هغې په  پراختیا کې د ونډې د اخېستو په موخه د خدمتونو ( چوپړتیاو) وړاندی کونه او په هیواد کې د نافذه قوانینو مطابق په ټولنه کې د  ډیرو نېدیو (ښو) اړیکو ټینګول .

۶- د علمی او تحقیقی (څیړنیزو) آثارو تألیف او برابرول

د ترانسپورتی ودانیو د انجینری دیپارتمنت فارغ التحصیل

د ترانسپورتی ودانیو د انجینری دیپارتمنت (څانګې) فارغ التحصیل د ترانسپورتی ودانیو د انجینری په هکله چې ډیزاین، ودانول، پلانول (پلان کونه) او مدیریت او د ترانسپورتی بنسټیزو (زیربنائی) پروژو ساتنه او څارنه څخه عبارت دی د مسلکی پوهې لرونکی دی . ددې څانګې فرغ کیدونکی د اړینو مسلکی مهارتونو لرونکی دی چې د خپل ځان لپاره کار موندلی شی او د نورو لپاره په خپله څانګه کې د مثبتو کارنو پیداکونکی دی.