د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

مقدمه

معلوماتو ته لاسرسی د هرې ادارې او سیسټم یو بنسټیز اصل دی، چې د دندو د ترسره کولو، پرېکړو نیولو او نورو اړینو فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ معلوماتو تر لاسه کولو ته ضرورت لري. معلوماتو ته لاسرسی کېدای شي اشخاصو، ګروپونو او یا هم سیسټمونو ته محدود او یا هم ازاد وي، چې دا چاره عموماً د نظام پالیسۍ، د لاسرسي کچې او د ادارې د ځانګړو اړتیاوو پورې اړه لري.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له مهمو علمي بنسټونو څخه شمېرل کېږي چې زموږ د ګران هېواد افغانستان په کچه د انجنیري په برخه کې د اسلامي ارزښتونو سره سم، د ټولنې د اړتیاو مطابق مسلکي، وړ او علمي کدرونو د روزنې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

دغه پوهنتون تر علمي کادرونو سربېره له بېلابېلو واحدونو څخه جوړ شوی چې د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د پوهنتون د نشراتي چارو مسئولیت په غاړه لري. د نشراتو ارزښت په دې کې دی چې د پوهنتون د ټولو فعالیتونو، لاسته راوړنو، تخصصونو، تجربو، څېړنو، پرمختګونو او نوښتونو څرنګوالی د عامه او ټولو رسنیزو وسیلو له لارې خپروي.

تاریخچه او لنډ معلومات

 

د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په خپل چوکاټ کې په دری لویو برخو کې فعالیت ترسره کوي.

  • د سمعي‌ او بصري (نشراتو) برخه
  • ایدیت برخه
  • د چاپ (مطبعې) برخه

 

د سمعي او بصري مدیریت

د سمعي او بصري چارو مدیریت د پوهنتون په سطحه د غونډو، سیمینارونو، او کنفرانسونو د راپورونو د چمتو کولو، خپرولو او نشر په برخه کې په ملي او نړیوالو ژبو فعالیت کوي. دغه مدیریت له غونډو، کنفرانسونو، د پوهنتون لاسته راوړنو، پرمختګونو او نورو پروګرامونو راپورونه چمتو کوي، هغه ملي او نړیوالو ژبو ته ژباړي او د پوهنتون د رهبري له تائید وروسته یې د ټولنیزو رسنیو له لارې نشر ته سپاري.

دغه مدیریت د هر کنفرانس، ورکشاپ، سیمینار او نورو پروګرامونو تر پیل مخکې د غونډې ځای چمتو کوي، تالار یا د غونډې ځای اماده کوي او د اړتیا وړ توکې پکې ځای پر ځای کوي.

همدارنګه، دا مدیریت د اداري دندو تر څنګ په ديني، فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د ترویج په برخه کې مهم رول لري، چې د لویو بنرونو نصب، د اسلامي او اخلاقي پیغامونو لیکل او ډیزاین او د فرهنګي پروګرامونو په عملي کولو کې له رهبري سره نږدې همکاري کوي. دا فعالیتونه د پوهنتون په چاپېریال کې د مثبت فکري او معنوي فضا د رامنځته کولو لپاره په منظم ډول ترسره کېږي.

د استادانو علمي آثار (تألیف او ترجمه)، اداري کتابونه، د استادانو لکچر نوټونه او تر څنګ يې نور ټول هغه چاپي مواد چې چاپ ته اړتیا لري او آمریت یې د چاپ امکانات ولي په جلا ډیټا بیس او د نوبت په کتاب کې ثبتیږي او په نوبت سره د چاپ په موخه مطبعي ته لیږل کیږي.

دغه مدیریت د استادانو لیګل شوي او ژباړل شوي آثار او نور ټول هغه مواد چې چاپیږي د محاسبې او نورو اړوند طی مراحلو مسئولیت هم لري چې د مطبعې له لارې چاپېږي.

 

د اېډیټ مدیریت

د اېډیټ مدیریت د دې آمریت له مهمو واحدونو څخه دی چې لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

عکاسي

فلمبرداري

د ویدیو او عکسونو ترتیب

ګرافیک ډیزاین

د غږیزو راپورونو ترتیب

د مستند ویډیوګانو جوړول

دغه مدیریت د پوهنتون د ښه انځور وړاندې کولو، د علمي، فرهنګي او ښوونیزو پروګرامونو د مستندسازۍ او د ټولنیزو شبکو لپاره د محتوا د تولید مسئولیت لري.

ټول عکسونه او ویدیوګانې په منظم ډول آرشیف کېږي، په جلا فولډرونو کې د تاریخ او نوعیت له مخې تنظیمېږي او د بیا کتنې او راتلونکي اړتیاوو لپاره ساتل کېږي.

 

د مطبعې برخه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مطبعه د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت تر چتر لاندې فعالیت کوي. مطبعه په عمده توګه د استادانو له خوا لیکل شوي او ژباړل شوي درسي کتابونه، علمي مجلې، فورمې، د استادانو لکچر نوټونه، اداري کتابونه او نور ټول هغه چاپي مواد چې د اړتیا په موخه د نشراتو آمریت ته را لیږل کیږي چاپوي. همدارنګه د سمینارونو، کنفرانسونو، امتحاناتو او نورو علمي او فرهنګي پروګرامونو اړوند چاپي اړتیاوې برابروي.

له حاکميت وروسته ترسره ‌شوي مهم کارونه او لاسته راوړنې

د اسلامي امارت له حاکميت وړاندې د دې آمريت فعاليتونه له ګڼو ستونزو او ځنډونو سره مخ وو؛ خو خوشبختانه له فتحې وروسته، دغه خلاوې په اغېزمنه توګه له منځه يووړل شوې او په سمعي، بصري او طباعتي برخو کې د پام وړ پرمختګ ته زمينه برابره شوه.

•   د سمعي او بصري چارو ترسره کولو په برخه کې د عصري وسايلو پېرل او تجهيز، چې پکې د عکاسۍ کمرې، د فلمبردارۍ کمرې، د غږ ثبت آله (Voice Recorder) ، هارډ ډیسکونه، لوړ ماډل کمپیوټرونه او نور اړين توکي شامل دي.

•  د مطبعې د فعاليت د پياوړتيا لپاره د معیاري طباعتي وسایلو، لکه د تور او سپين فوټو کاپي ماشينونه، رنګه فوټو کاپي ماشين، د برېښنا د تنظيم لپاره د ۵۰ کیلو واټه ټرانسفارمراو د چاپ په برخه کې د ریکو ماشين اخیستل.

•  د استادانو هغه لیکل شوي او تر ژباړل شوي اثار چې د ۱۳۹۶، ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ هجري شمسي کلونو څخه را په دې خوا د چاپ له بهير څخه پاتې شوي وو، له فتحې وروسته د چاپ په ګاڼه سمبال او د پوهنتون عمومي کتابتون ته د استادانو، محصلانو او نورو علاقمندانو د استفادې لپاره سپارل شوي دي.

•  د پوهنتون په سطحه د مهمو غونډو، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو، د محصلانو د پروژو دفاع، کنفرانسونو او نورو علمي او کلتوري پروګرامونو او پرمختګونو د نشر لپاره د بیلابیلو ټولنیزو رسمي ادرسونه جوړول.

•  د رسمي خپرونو لپاره د وټساپ ګروپونو جوړول.

•  د رسمي خپرونو لپاره د وټساپ چينل جوړول.

•  د راپورونو د خپرولو لپاره د ټویټر/ایکس پاڼه جوړول.

•  د فعالیتونو د خپرولو لپاره د فیسبوک پاڼه جوړول.

•  د راپورونو د نشر لپاره د ټیلېګرام ګروپ جوړول.

یادونه:

د يادونې وړ ده، چې له فتحې مخکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو آمریت يواځې د یو فیسبوک پاڼې له لارې فعاليت درلود او په نورو ټولنیزو شبکو کې هېڅ رسمي نه درلود. همدارنګه خپرونې او راپورونه يوازې دري ژبه کې نشر ته سپارل کېدې.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون  د اړیکو او عامه پوهاوي آمريت د راتلونکي پلان

د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د دې لپاره چې د نشراتي ظرفیتونو د پیاوړتیا، د چاپي خدماتو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي امکاناتو د پراختیا او د پوهنتون د رسنیزو فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړي، خپل راتلونکی پلان په لاندې ډول طرحه کړی دی:

۱. د پوهنتون د مطبعې عايداتي کول.

•   د دولتې او خصوصي ادارو لپاره د چاپي خدماتو وړاندې کول؛ ترڅو یو ثابت عایداتي سرچینه رامنځته شي.

•   د چاپي ظرفیتونو پراختیا د دې لپاره چې بهرني مشتريان جلب شي.

•   د چاپ د منظم نوبت، مالي شفافیت او د خدماتو د سرعت د لوړولو لپاره د یو منظم سیستم جوړول.

۲. د چاپ کیفیت لوړول او د تجهیزاتو نوي کول

•   د معیاري او عصري چاپي ماشینونو تهيه او نصب.

•   د مطبعې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول؛ د دې لپاره چې د علمي آثارو، مجلو او ادارې اسنادو د چاپ کچه لوړه شي.

۳. د سمعي، بصري او اېډیټ برخې لپاره د تجهیزاتو برابرول

•   د اېډیټ او ګرافیک څانګې پياوړتیا د قوي سیستمونو او معیاري سافټویرونو په نصب سره، ترڅو لوړ کیفیت لرونکی محتوا تولید شي.

۴. د تخنیکي او مسلکي کارمندانو زیاتول

•   په چاپي، تولیدي او تخنیکي برخو کې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو جذب او ګمارنه.

۵. د اطلاع رسونې فعالیتونو پراختیا

•   د اسلامي امارت د پالیسیو مطابق د دیني، اسلامي او فرهنګي پیغامونو او بنرونو چمتو کول او خپرول.

•   د پوهنتون د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو، لاسته راوړنو او برنامو د معرفي کولو لپاره د ویډیویې مستندونو تولید.

پایله

د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمريت راتلونکی پلان د دې لپاره ترتیب شوی چې د نشراتي خدماتو کیفیت لوړ کړي، پایدار عایداتي سرچینې جوړې کړي، تخنیکي ظرفیتونه پیاوړي کړي او د پوهنتون علمي او اکاډمیک فعالیتونه، لاسته راوړنې او پرمختګونه په غوره توګه معرفي کړي. د دې آمریت د راتلونکي پلان عملي کول به دغه آمريت په پوهنتون او د هېواد په علمي بنسټونو کې یو معیاري، عصري او اغېزمن تشکیلاتي بنسټ وګرځوي.

User account menu