د افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو د معاونیت لاسته راوړنې
د نشراتو په برخه کې
د نشراتو آمریت د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مهمو او اساسي څانګو څخه دی، چې د سمعي، بصري او مطبعې په برخو کې فعالیت کوي. د افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته، دغه آمریت د عصري وسایلو په ترلاسه کولو سره وتوانېد چې په یادو برخو کې د چارو د مؤثر، منظم او معیاري تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اسلامي امارت له حاکمیت څخه وړاندې، د دې آمریت فعالیتونه له ګڼو ستونزو او ځنډونو سره مخ وو؛ خو له نېکه مرغه، د اسلامي امارت له بریا وروسته دغه تشې په اغېزمن ډول له منځه یوړل شوې او د سمعي، بصري او مطبعې په برخو کې د پام وړ پرمختګ ته زمینه برابره شوه.
د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ترسره شوي اقدامات په لاندې ډول دي:
•د عصري سمعي او بصري وسایلو تهیه، تدارک او پېرود، چې پکې عکاسي کمره، فلم بردارۍ کمره، غږ ثبتوونکی (وایس ریکارډر)، هارډ ډیسک او نور اړوند تجهیزات شامل دي.
•د مطبعې لپاره د عصري طباعتي وسایلو تهیه، تدارک او پېرود، چې پکې تور او سپین فوتوکاپي ماشینونه، رنګه فوتوکاپي ماشین، د برېښنا د کنټرول لپاره د ۵۰ کیلوواټه ټرانسفارمر او د ریکو چاپ ماشین شامل دي.
•د یوټیوب چینل رامنځته کول، تر څو د سیمینارونو، ورکشاپونو، د محصلینو د پروژو دفاع، کنفرانسونو او نورو هغو پروګرامونو ویډیوګانې خپرې او نشر شي چې د نشر اړتیا لري.
•د استادانو د تألیف او ژباړې شوو آثارو چاپ، چې د ۱۳۹۶، ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو راهیسې د چاپ له بهیر څخه پاتې وو؛ دغه آثار چاپ او د کابل پولیتخنیک پوهنتون عمومي کتابتون ته د استادانو، محصلینو او نورو علاقهمندانو د استفادې لپاره وسپارل شول.
•د داخلي واټساپ ګروپ جوړول، تر څو راپورونه او معلومات په منظم ډول خپاره او شریک شي.
•د واټساپ چینل جوړول، د راپورونو او خبرونو د خپرولو په موخه.
•د ټویټر (ایکس) پاڼې رامنځته کول، د راپورونو او رسمي معلوماتو د نشر لپاره.
•د فېسبوک پاڼې جوړول، د فعالیتونو او راپورونو د خپرولو په موخه.
•د ټېلېګرام ګروپ جوړول، تر څو راپورونه او معلومات په چټک ډول شریک شي.
•د دوو کمپیوټر سیټونو، یو د ایپسون (A3) رنګه پرنټر او یو د ایپسون (A4) رنګه پرنټر تهیه، تدارک او پېرود.
•د کارکوونکو د چارو په برخه کې لاسته راوړنې
•د کارکوونکو د چارو آمریت د مالي او اداري معاونیت له مهمو او اغېزناکو آمریتونو څخه دی، چې په تېرو یادو شوو دوو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګونه او څرګندې لاسته راوړنې لرلې دي، چې په درنښت سره په لاندې ډول وړاندې کېږي:
•۱. د کادري، اداري او اجیري خالي بستونو بشپړول، هغه بستونه چې په تېرو درېیو کلونو کې د تقاعد له امله خالي شوي وو او یا یې دندې پرېښې وې.
•۲. د ذیصلاح مقاماتو د لارښوونو په رڼا کې، په خالي کادري او اداري بستونو کې د متعهدو، وړ او مسلکي اشخاصو ګمارنه.
•۳. د مدیریتي ورکشاپونو، د کمپیوټر زده کړې، پلان ګذارۍ، د کمپیوټري پروګرامونو (ورډ او ایکسل) د کارونې، اداري مراسلاتو د زدهکړې تنظیم، او همدارنګه د نوې ګومارل شوو کارکوونکو ګډون په اړوندو ورکشاپونو کې، د لوړو زده کړو وزارت د اداري انکشاف او د ظرفیت لوړونې آمریت د غوښتنې له مخې، د دې نهاد د بیړنیو اداري اړتیاوو په پام کې نیولو سره.
• ۴. د ۱۴۰۳ مالي کال د تشکیلاتي جوړښت پر بنسټ د تقرریو ترتیب او تنظیم.
• ۵. د اداري، کادري او اجیري کارکوونکو د سوانحو، استخدام او د ظرفیت لوړونې اړوند ستونزو د حل لپاره دوامداره هڅې.
• ۶. د کیفیت د لوړولو اړوند معیارونو پوره کول، د کارکوونکو د چارو آمریت پورې اړوند معیارونو ته په پام سره، او په تېر کال کې د معیاري نمرې ترلاسه کول.
• ۷. د افغانستان د اسلامي امارت، د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ د اوامرو، فرمانونو او پالیسیو تطبیق، اطاعت او عملي کول.
• ۸. د رئیسانو، مراجعینو او نوې ګومارل شوو کارکوونکو لپاره د تقرر دوسیو د تنظیم او نورو اړوندو مسایلو په برخه کې د پخوا په پرتله ښه، اسانه او چټکه رسېدنه.
• ۹. د کابل پولي تخنیک پوهنتون په عمومي دروازه کې د مراجعینو او کارکوونکو د داخلېدو او وتلو د ثبت دفتر رامنځته کول.
• ۱۰. د اوو (۷) تنو استادانو د تقاعد د پروسې تنظیم او د هغوی د خدمت د مودې تمدید.
• ۱۱. د درېیو (۳) تنو د NTA کارکوونکو تقرر او د خدمت تمدید د بالمقطع ډول.
• ۱۲. د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټولو پرسونل د سوانحو ارزونه، کنټرول او معلوماتو ثبت (ډاټا انټري).
• ۱۳. د استادانو، کارکوونکو او اجیري پرسونل د سوانحو ترتیب او منظم فایلنګ.
• ۱۴. د پوهنتون د برحاله پرسونل د خدمت د دورو ترتیب، تر څو د درې کلنې تقاعدي امتیاز پروسه تطبیق شي.
• ۱۵. د پوهنتون د رهبرۍ د ملاحظاتو په رڼا کې د ۱۲۰ تنو کارکوونکو او اجیري پرسونل تبدیل، تغییر او تقرر.
د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسته راوړنې
• د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې د عصري تجهیزاتو سره سمبال د ویډیویي کنفرانسونو خونې رامنځته کول، تر څو ویډیویي کنفرانسونه په معیاري ډول ترسره شي.
• د افغان ټیليکام مخابراتي شرکت او د کابل پولیتخنیک پوهنتون ترمنځ د تفاهملیک (MoU) ترتیب او لاسلیک، د IMS سیستم د فعالولو په موخه، تر څو بهرنیو تماسونو ته اسانتیا برابره شي.
• د پوهنتون د کارکوونکو لپاره د ICDL تعلیمي پروګرامونو دایرول، د کمپیوټري مهارتونو د لوړولو په موخه.
• د محصلینو لپاره د تعلیمي کلیپونو د چمتو کولو په موخه د سټوډیو د کارونې طرزالعمل ترتیب او تطبیق.
• د Omada سیسټم له لارې د استادانو او کارکوونکو د ګرځنده ټیلیفونونو او لپ ټاپ کمپیوټرونو فلټر کول، تر څو غیرمسؤول اشخاص د پوهنتون له انټرنېټي شبکې سره وصل نه شي.
• د مایکروټیک (MikroTik) روټرونو پر بنسټ د بېلابېلو پالیسیو تطبیق، د غیر اخلاقي او غیرمجاز ویبسایټونو د بندولو لپاره.
• د پوهنتون لپاره د انټرنېټ د کارونې طرزالعمل ترتیب، تر څو انټرنېټي خدمات په ښه او معیاري ډول وړاندې شي.
• د FTP سرور فعالول، د سافټویرونو او اړینو فایلونو د شریکولو لپاره د محصلینو او د پوهنتون د منسوبینو ترمنځ.
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز بېلابېلې برخې د عصري تخنیکي وسایلو په وسیله سمبالول، د خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه.
• د لیلیې د محصلینو لپاره د انټرنېټ کلپ (Internet Club) رامنځته کول، د ستونزو د حل او د انټرنېټي خدماتو د ښه وړاندې کولو لپاره.
• د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لیلیې د انټرنېټ کلپ د کارونې رهنمود ترتیب او تطبیق.
• د پوهنتون د لیلیې لپاره د بایومتریک شبکې د سیسټم معیاري کول او سټنډرډ کول.