جلسه مشورتی معاون مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل با کمیته های مربوطه دایر گردید

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۴۸
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د دغه پوهنتون د مالي، تدارکاتي، فرهنګي او د شکایتونو د اوریدلو کمېټو سره وکتل او پر اړوند موضوعاتو یې بحث وکړ.
ښاغلي حقاني حاضرینو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د غونډې د اجنډا په اړه خبرې وکړې چې په کې د یادو کمېټو کاري کلني پلانونه، طرزالعملونه او د دندو لایحه جوړول او د کمیټو لپاره د نوی تشکیل شامل و، بحث او نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د کمېټو یو شمېر غړو د یادو کمېټو د كاري بهير د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې كړل او پرېکړه وشوه، چې یاد موارد به د یوې اوونۍ په جریان کې بشپړ کیږي او رهبري شوری ته به د تائید لپاره وړاندې کیږي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو تعلیمي لار او د لوړو زده کړو تعلیمي مدیریت سیسټم (HELMS) په برخه کې درې ورځنی سیمینار پیل شو.

سیمینار د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست انجنیر سردار ولي صالحي استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۹:۵۹
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب لوستلو رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

د آزموینې د پیل مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک  پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي تولو ګډونوالو ته د ښه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۵۸
Background image

کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړي رياست د ډيپلوم ليکنې د لارښود په رڼا کې د ډيپلوم د ترتيب او ليکنې سمینار دائر شو.

په کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د کابل پولې تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلی دوکتور وسیق الله عرب زاده او د علمي څېړنو آمر پوهنمل ظفرخان سعیدي د پوهنتون اته ګونو پوهنځېو د. . .

BACK TO NEWS