په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس د ا.ا.ا د لوړ رتبه مسؤلینو په شتون کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۹:۱۸
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس د ا.ا.ا د لوړ رتبه مسؤلینو په شتون کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د کنفرانس اختتامیې مراسم د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د نړیوال کنفرانس اختتامیې مراسمو کې د ا.ا.ا لوړ رتبه مسؤلینو، د سکتوري ادارو استازي، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، داخلي او بهرنيو متخصصینو ګډون درلود.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د ټولو استادانو، څېړونکو او متخصصینو له حضور څخه مننه وکړه او د دې کنفرانس د دایرېدو له امله یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د هڅو ستاینه او قدرداني وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په مختلفو برخو لکه: سوداګري، روغتیا، انجینري، بریښنا، ساینس او نورو کې باید له اړوند متخصصینو سره مشوره وشي ترڅو ستونزې او ننګونې په غوره توګه حل شي.

ښاغلي ندیم له استادانو غوښتنه وکړه چې یوازې په تدریس قناعت ونه کړي، بلکې په خپلو تخصصي برخو کې د څېړنو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، ځکه چې یوازې د تحقیق او څېړنو له لارې د ټولنې اړتیاوې پوره کېدای شي.

ورپسې د لوړو زده کړو د وزارت علمي چارو معین شیخ الحدیث مولوي ضیا الرحمن اریوبي، د دې کنفرانس ترسره کول د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او دا یې د تجربو د تبادلې او د اوبو اړوند مسایلو په اړه د بحث کولو مناسب فرصت یاد کړ.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د استادانو وړاندیزونه او څېړنې د اوبو په اړه د پالیسیو، پلانونو او کړنلارو په بڼه تحلیل شي او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې ترې ګټه واخیستل شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب په خپلو خبرو کې د اوبو بحران یو جدي نړیواله ستونزه وبلله او زیاته یې کړه داخلي او بهرني څېړونکې باید دې ستونځې ته د رسیدو لپار په ګډه کار وکړي.

ښاغلي حسیب د پوهنتونونو مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې د مختلفو برخو په اړه کنفرانسونه جوړ کړي ترڅو په هره برخه کې د ستونځو د حل لار وموندل شي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د لوړو زده کړو وزارت به په دې برخه کې د ملي او نړیوالو کنفرانسونو په جوړولو کې له پوهنتونونو سره هر اړخیزه همکاري کوي.

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د پوهنتون د رهبري په استازیتوب له امیرالمؤمنین حفظه د لوړو زده کړو وزارت رهبري، همکارو مؤسسو، استادانو، څېړونکو، متخصصینو، بهرنیو میلمنو، امنیتي ځواکونو او ټولو هغو کسانو څخه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو نړیوال کنفرانس په جوړولو کې همکاري کړې وه، مننه او قدرداني وکړه.

د یادونې وړ ده چې هغه طرحې، تحقیقات او پایلې چې د نړیوال کنفرانس د استادانو، محققانو او داخلي او بهرنیو متخصصینو له لوري وړاندې شوې دي، د عملي کیدو لپاره به جمبندي او له اړوندو سکتوري ادارو سره شریکې شي.

مراسم د تصدیق ‌نامو، تقدیرنامو او تحایفو په ویش او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu