د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هندبال د برخې د لوبغاړو ستاينه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۹:۳۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هندبال د برخې د لوبغاړو ستاينه

محفل د کلام الله مجید پیل شو

لومړی ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس لوبغاړو ته د دویم مقام او کپ لاس ته راوړلو مبارکي وویله، او د لوبغاړو پام يې زده کړې، ورزشي  اخلاقو او ښې روغتیا ته د اړولو سربېره، دوی ته د نورو بریاوو غوښتنه وکړه.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

وروسته ښاغلي انجینرزیارمل خطاب د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د اسلامي نظام د بریا تر څنګ لوبغاړو ته د دویم مقام د لاسته راوړلو مبارکي وویله، او د ورزش اهمیت يې د اسلام د سپيڅلي دین له نظره، بدن او ذهن لپاره اړین وبللو، زده کړو او عبادت ته يې د ځوانانو په پاملرنې ټینګار وکړ، همدا راز د احادیثو او دیني حکایاتو په رڼا کې يې ورزش ته د لوبغاړو پام  راجلب کړ.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

ورپسې قاضي محمد انس مجاهد د طبابت له نظره د ورزش په اهمیت، روح او جسم ته د روغتیا په اړه بشپړ معلومات ورکړل، لوبغاړو او د اړوند ورزشي دیپارتمنت استادانو ته يې د دغه مقام تر لاسه کولو مبارکي  وویله.

په پای کې لوبغاړو ته کپ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu