د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

kpu_admin
Mon, Jun 15 2026 12:01 PM
د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو چارو او د درسونو د وړاندې کېدو کیفیت ارزونه ترسره کړه. دغه راز نوموړي د یو شمېر محصلینو سره وکتل او د هغوی د وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته یې د محصلینو اړتیاوو ته د رسېدنې او غوره تحصیل زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.

همدا راز په دغه لیدنه کې د محصلانو چارو معین د یادو پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او محصلانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د تدریس د کیفیت لوړوالي پر ارزښت او محصلانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ

د لیدنې تر څنګ د پوهنتون رهبري نوړي پلاوي ته د هرکلي تر څنګ د کارونو او ښه خدمتونو ترسره کولو ډاډ څرګند کړ او ژمنه وشوه چې دې برخې ته به لا ښه پاملرنه کیږي.

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجة الحرام ۲۹ مه

۱۴۰۵ هـ.ش د جوزا ۲۵ مه

۲۰۲۶ م د جون ۱۵مه

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu