د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.
یادې مجلې د پوهنتون د استادانو، څېړونکو، د ماستري برنامې محصلینو او د هېواد له بېلابېلو علمي بنسټونو څخه د علمي او تحقیقي مقالو ټولګه ده. چې د علمي څېړنو، تحقیقي پروژو او مسلکي ارزونو پر بنسټ لیکل شوې دي، چې د علومو او تکنالوژۍ په بېلابېلو برخو لکه: انجنیري، نوې تکنالوژي، انرژي، چاپېریال، ساختماني چارو، معلوماتي تکنالوژۍ او نورو اړوندو موضوعاتو باندې تمرکز لري.
چاپ شوې مجلې به د معمول مطابق د پوهنتون عمومي کتابتون، استادانو، پوهنځیو، څانګو، د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو او اړوندو ادارو ته ولیږل.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه د "علم او تکنالوژۍ" مجلې نشرول د څیړنیز کلتور د پیاوړتیا، علمي ظرفیت لوړولو او اکادمیکو همکاریو د پراختیا په لور ارزښتناک ګام بولي او د څېړنو او علمي مجلې معاونیت څخه مننه کوي او د دې علمي بهیر د دوام ټینګ ملاتړ کوي.
علاقمندان کولای شي د مجلې انلاین نسخې له دې لینک څخه تر لاسه او استفاده کړي:
https://sites.google.com/view/kpu-vc-research/home