د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال ۱۱م پړاو سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
Tue, Sep 17 2024 2:48 PM
 Image

د پرانیستې مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د دې سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، استادانو، د اداري څانګو یو شمیر آمرینو، محصلینو او میلمنو ګډون کړی و.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیایي د دغو سیالیو پیلول د محصلینو د ورزشي استعدادونو د ودې لپاره یو ارزښتناک ګام وباله او ټولو ورزشکارانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د ورزش ترڅنګ خپلو درسونه او نورو مسؤلیتونو ته هم پام وکړي.
نوموړي د دغه پوهنتون له مشرتابه سره په همغږۍ په بېلابېلو ورزشي برخو کې د محصلینو د استعدادونو د ودې لپاره د زمینې برابرولو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت له خوا پلان شوې دي چې لس ورځې به دوام کوي او د ترسره کولو موخه یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د والیبال منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو تاکل دی.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS