په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فوټسال سیالیو یوولسم پړاو پرانستل شو.

kpu_admin
Mon, May 30 2022 3:27 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فوټسال سیالیو یوولسم پړاو پرانستل شو.

پروګرام د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد پروګرام د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې ترسره شو.

په یاد پروګرام کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي، د لوړو زده کړو وزارت د ورزش عمومي مدیرښاغلي سید انورشاه سعادت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو، کارمندانو او ورزشکارانو ګدون درلود.

لومړی د دغه پوهنتون د ورزشي روزنې آمر ښاغلي احمد فایق ضیایي ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو په اړه معلومات وړاندي کړل، نوموړي زیاته کړه چې له یادو سیالیو څخه یې موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د فوتسال سیالیو د غوره لوبغاړو ټاکنه ده، په یادو سیالیو کې به د ټولو پوهنځیو څخه لس ټیمونه برخه اخلي چې لومړی پړاو یې لس ورځي او دویم پړاو به یې درې ورځې په بر کې ونیسي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د دغو سياليو په تر سره کېدو خوښي وښوده او ورزش يې محصلینو ته د زده کړو ترڅنګ یو ښه فرصت وبلی.

ښاغلي اقبال ورزش د ځوانانو د روغتیا او هوساینې ضامن او د محصلینو د ذهنونو او استعدادنو په پیاوړتیا کې مهم او ضروری یاد کړ. هغه وویل چې، د ورزش په برخه کې محصلینو سره همکاري او ملاتړ، د پوهنتون په دننه او بهر کې د رهبري هئیت او د ورزشي روزنې دیپارتمنت دنده ده.

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي پر ورزش باندي د اسلام د مبارک دین له نظره خبرې وکړې، ورزش یې د هېواد د پرمختګ او هوساینې اساس او د ځوانانو د ذهن او بدن د روغتیا لپاره ګټور وباله.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشي زده کړو عمومي مدیر ښاغلي سید انورشاه سعادت ورزش یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي، خواخوږۍ وسیله وګڼله او د ورزشي پروګرامونو د تعقیب، پاملرنې او ملاتړ په اړه يې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست معین ښاغلي سید اسماعیل روحاني پیغام واورولو.

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاضي محمد انس مجاهد په خوښۍ سره د یادو ورزشي سیالیو یادونه وکړه او د ناروغیو، خپګان او د نشه یي توکو په کنټرول او مخنیوي کې یې د ورزش په اهمیت خبرې وکړې.

د پروګرام په پای کې یادې سیالۍ د خیرپه دعا سره پیل شوې.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS