په کابل پولي تخنیک  پوهنتون کې د تحصیلي سیستم د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.

kpu_admin
Sun, May 15 2022 10:14 AM
په کابل پولي تخنیک  پوهنتون کې د تحصیلي سیستم د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک  پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست وویل او د ستونزو د حل او د دغه پوهنتون د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي دغه راز د اوسنيو قوانينو د تطبيق په اړه د لوړو زده کړو وزارت پاليسي روښانه او په ټولنيزو رسنيو کې يې د ځينو تخريبي مسايلو د خپرېدو يادونه وکړه، چې له علمي روحيې سره په ټکر کې دي او د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي اقبال هغه استادانو او علمي کدرونه ته چې په بهر کې دي هیواد ته د راستنیدو او خپل هیواد ته د خدمت کولو بلنه ورکړه، دغه راز يې له حاضرو استادانو وغوښتل، چې د ښه والي په موخه خپل نظرونه، وړانديزونه او تګلارې په شفاهي او يا ليکلي ډول د پوهنتون مشرتابه ته وسپاري.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب خبرې وکړې.

نوموړی په تحصیلي سیستم کې شته ستونزو، او نیمګړتیاوو امکاناتو په کتو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

ښاغلي خطاب په تالارکې له ناستو استادانو او علمي کدرنو څخه د اسلامي نظام او د تحصیلي سیستم د لا پیاوړتیا په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

نوموړي په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د دغه پوهنتون د استادانو او کارمندانو له کارونو څخه مننه او قدرداني وکړه.

له اجنډا سره سم یو شمېر استادانو او کارمندانو په خپل وار سره خپل نظریات، وړاندیزونه او د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال په پایله بیانولو او د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu