د جیولوِجي او معادن پوهنځي د معادنونو اکتشاف او انجنیري څانګې محصلینو د ماستري  تیزس اوومې دورې دفاعي غونده تر سره شوه

kpu_admin
Thu, Apr 21 2022 11:58 AM
د جیولوِجي او معادن پوهنځي د معادنونو اکتشاف او انجنیري څانګې محصلینو د ماستري  تیزس اوومې دورې دفاعي غونده تر سره شوه

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې ترسره شوه، پکې د یاد پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون انجنیر زیارمل خطاب، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړی دیاد پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي اقبال فارغ شویو محصلینو ته د مبارکي ترڅنګ تولو ګدونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

نوموړي له یادو محصلینو څخه هیله وکړه، تر څو خپلې پوهې، تجربې او مهارتونه د هیواد په پرمختګ او بیارغونه کې و کاروي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون  انجنیر زیارمل خطاب په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، اوسنی کاري چاپیریال د ټولو لپاره غوره فرصت دی او ټول علمی کادرونه باید په ښه ټوګه ورڅخه استفاده و کړي.

په اخیر کې د جیولوجي او معادن پوهنځي استاد د پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ورپسې فارغ شویو محصلینو په نوبت سره د تیزسونو په دفاع پیل وکړ چې دوه ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS