په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندان د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Sat, Mar 05 2022 10:36 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندان د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه.

پروګرام د قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره 

یاده غونډه چې د اسلام له نظر د ډیموکراسي تر عنوان لاندي دائیرشوې وه  پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون معاونینو، آمرینو، اداري کارمندانو او کارکونکو ګدون درلود.

لومړی ښاغلي قاضي محمد انس، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ډیموکراسۍ د ظهور په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د لویدیځ ډیموکراسې  نظام ( په خلکو باندې د خلکو حاکمیت او د خلکو لپاره حکومت په معنا دی په داسې حال کې چې په اسلامي نظام کې حاکمیت او ځمکه د خدای ج ده.

همدارنګه هغه د ډیموکراسۍ د اصولو په اړه لکه د نظام حاکمیت، د دین آزادي، شخصي آزادي، د تعلیم آزادي، د کار او دندو آزادي د اسلامي نظام په نسبت يې په تفصيل سره بيان کړل. نوموړي د اسلامي نظام د سرلوړي، ښايست او ثبات يادونه وکړه.

پروګرام د ګډونوالو پوښتنو ته په ځوابونو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS