د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

kpu_admin
Thu, Sep 03 2026 9:13 AM
د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله ورسره وکړه. په یاده لیدنه کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د ترکیې جمهوریت سفیر سادین آییلدیز او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، دغه لیدنه د ګډو همکاریو، د اړیکو پیاوړتیا او د تعاملاتو د پراختیا په برخه کې یو نېک اقدام وباله او د دواړو ملکونو ترمنځ یې ښو او تاریخي اړیکو او ګډو فرهنګي ارزښتونو او مشترکاتو ته په کتو پر علمي، ښوونیزو او تحصیلي برخو کې د همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر سادین آییلدیز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تحصیلي همکاریو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ، وویل چې ترکیې تل هڅه کړې، چې له افغانانو سره په تحصیلي برخه کې همکاري وکړي او دې برخې ته لا هم ژمنه ده. محترم سادین آییلدیز له کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون سره د علمي، ښوونیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل ملک د همکارۍ او ملاتړ چمتووالی څرګند کړ او د علمي نهادونو ترمنځ یې د تعامل او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۸هـ.ق، د ربیع الأول ۱۹مه ۱۴۰۵هـ.ش، د سنبلې ۱۱مه

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu