په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو
یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید احمد حقاني له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په دې روزنیز سیمینار کې فعاله ونډه واخلي او ترلاسه شوې زده کړې او تجربې د اداري چارو د بهیرونو د ښه والي او د خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره په اغېزمنه توګه وکاروي.
د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولايي د دې سیمینار د موخو، محتوا او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په ورته روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون له لارې خپل مسلکي او اداري ظرفیتونه پیاوړي کړي، د مثبتو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړي او د پوهنتون په پرمختګ او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه نوموړي کارکوونکي وهڅول چې خپلو ورځنیو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او د حاضري پابندي اداري نظم او مسؤلیتپالنه د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام به د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي او د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت ښوونکي به یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ پر مخ وړي.
