د محصلانو چارو د مرستیال د دندو لایحه
د دندې هدف:
د محصلانو اړوند پالیسۍ طرح کول، دیپلمونه او ترانسکریپتونه ویشل، د محصلانو معتبر اسناد او د پوهنتون سپین مهر ساتنه، ترڅو د تعیین شوي هدفونو تطبیق ترسره شي.
وظایف او مسئولیتونه
اساسي دندی:
۱. د تحت امر پرسنل رهبري او مدیریت، ترڅو د پلان شوي هدفونو تحقق ورکړي.
۲. د محصلانو اړوند پالیسیو طرح کول، ترڅو د تعیین شوي معیارونو سره تطبیق وشي.
۳. د دیپلمونو، ترانسکریپتونو، امتحاني نتایجو او د محصلانو د هویت کارتونو ویشلو اړوند کارونو پر اجرا نظارت کول.
۴. د محصلانو د ثبتنام او فراغت اسنادو د ساتنه او مراقبت اړوند کارونو پر نظارت او کنترول.
۵. د محصلانو د پوهنځی، لیلیه نو کې ثبت نام او د بدل اعاشه اجرا اړوند کارونو پر نظارت.
۶. د محصلانو د تأجیل او انتقال اړوند کارونو د چلند پر بررسی او نظارت.
۷. د درسي اتاقونو د ویش اړوند کارونو پر نظارت او رهنمایی، ترڅو محصلان په موقع درس ونیسي.
۸. د درسونو د پیل او امتحانونو د اخیستلو لپاره د تقسیم اوقاتو د ترتیب او تطبیق پر نظارت او کنترول.
۹. د پوهنځیو د محصلانو د ورزشي او اجتماعي فعالیتونو پر رهنمایی او نظارت.
۱۰. د علمي کانفرانسونو، محصلانو سمینارونو، د مربوطه پوهنځینو او د فارغالتحصیلانو د دولتي امتحانونو د تدویر سازماندهی او نظارت.
۱۱. د محصلانو د نتایجو او فراغت جدولونو د ترتیب پر نظارت او کنترول، ترڅو فارغالتحصیلان د دولتي او خصوصي مؤسساتو ته وړاندې شي.
مدیریتي دندی:
۱. د ادارې د عمومي پلان سره سم د ماهوار، ربعوار او سالانه کاري پلان تهیه او ترتیب، ترڅو د ادارې تعیین شوي هدفونه ترلاسه شي.
۲. د کاري اجراوو د حسابدېیلو او د مربوط وزارت کې د شفافیت تأمین، د ملک د نافذه قوانینو سره سم.
۳. د تحت امر کارکنانو ته د مسلکي مهارتونو د ورکشاپونو، سمینارونو او جریان کار آموزشونو له لارې انتقال.
۴. د کلني کاري پلان پر اساس د بودجه اړتیاو د ریاست مربوطې ته تشخیص او پیشنهاد.
۵. د تحت امر بخشونو د کارکنانو رهبري، مدیریت، د اجراوو ارزیابی، د آموزش اړتیاو تعیین او ظرفیت ارتقا.
۶. د مربوط بخش د فعالیتونو او دستاوردونو د ماهوار، ربعوار، سالانه او عندالضروره گزارش ورکول، ترڅو د ادارې رهبریت خبر شي.
۷. د مربوط مقاماتو له خوا د وزارت د پالیسی سره سم د ورکړل شویو نورو وظایفو تطبیق.
هماهنگي دندی:
۱. د پوهنتون د فرهنگي شورا سره د محصلانو د اجتماعي فعالیتونو د ښه عرضې لپاره همکاری او رهنمایی.
۲. د موقعیت پر اساس او عندالضرورت د ټولو ذیربط شعبو او اداراتو سره هماهنگی.