د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د شپې دورې ۴۲ تنه محصلین د عملي زده کړو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته معرفي شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تحصیلي برنامو د تطبیق په چوکاټ کې ۴۲ تنه د ساختماني پوهنځي د شپې دورې محصلین د پرکتیک مرحلې د ترسره کولو او عملي کار د زده کړې لپاره د نامزد پوهنیار موعیدالله تر رهنمایۍ لاندې، په رسمي ډول د کور او ښار جوړونې وزارت ته معرفي شول.
یاد پروګرام د دې لپاره طرحه شوی چې محصلینو ته د عملي زدهکړو زمینه برابره شي، تخنیکي ظرفیت یې لوړ شي او د واقعي کاري چاپېریال سره لا ښه بلد شي.
ټاکل شوې ده چې محصلین به د دې دورې په ترڅ کې، د کور او ښار جوړونې وزارت د متخصصینو تر مستقیم څار لاندې، له ساختماني پروژو، ډیزاین، نظارت، د پروژو مدیریت او نورو انجنیري او تخنیکي برخو سره له نږدې آشنا شي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه د کور او ښار جوړولو وزارت له همکارۍ مننه او قدردانی کوي او هیله ښیې چې دا عملي تجربې به محصلینو ته د خپلو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د کاري بازار لپاره د لا ښه چمتووالي زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د انسجام او خدماتو آمریت د محصلینو د وزارتونو او سکتوري ادارو سره د عملي دورو او پرکتیکونو د همغږۍ او تنظیم په برخه کې مهم او اغېزمن رول لري.