د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Mon, Jul 21 2025 10:36 AM
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

یاده ناسته چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو ریسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

په پیل کې ښاغلي مولوي محمد موسی فاروق ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د علمي یووالي، د اکاډمیک جوړښت پیاوړتیا او د زده کړو کیفیت د ښه کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي د نویو نړیوالو معیارونو سره سم د تعلیمي نصاب د معیاري کولو په اړه خبرې وکړې او له علمي شورا څخه یې وغوښتل چې د نصاب په اصلاح او نوي کولو کې جدي هڅې وکړي.

ښاغلي فاروق د دې ترڅنګ وویل چې د محدودو چپټرونو پر ځای د معتبر علمي کتابونو کارول د محصلینو د علمي کچې د لوړولو لپاره مهم ګام دی.

ښاغلي فاروق د عملي او ساحوي درسو د پلي کولو اهمیت یادونه وکړه او له استادانو یې وغوښتل چې د لابراتواري تجهیزاتو او نورو موجوده امکاناتو څخه مؤثره استفاده وکړي. که چېرې کومه ستونزه راولاړه شي، نو باید موضوع ژر تر ژره د پوهنتون له رهبری سره شریکه کړي.

نوموړي کابل پولي تخنیک پوهنتون د افغانستان په کچه د انجینرۍ د تعلیمي بنسټونو له ډلې څخه یو مخکښ بنسټ یاد کړ او له استادانو یې وغوښتل چې د علمي او اکاډمیکو معیارونو په عملي تطبیق سره د لوړو زده کړو وزارت قناعت ترلاسه کړي او د پوهنتون علمي اعتبار لوړ کړي.

په ناسته کې د تقرر، انفکاک، د ټولو صنفونو لپاره د علمي استازو ټاکنه، د پوهنځیو د چپټرونو او تعلیمي موادو د ارزونې کمیټو جوړول، د هیئتونو د تعین لپاره د پوهنتون او دولتي ادارو ترمنځ همکارۍ او نور اړوند موضوعات هم تر بحث لاندې ونیول شول.

د ناستې په پای کې د علمي شورا غړو خپلې نظریې او وړاندیزونه د علمي او اکاډمیک چارو په اړه وړاندې کړل. چې د اجرأ په موخه یې لازمې پریکړې او لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu