د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو تنو استادانو له خوا یوه علمي او څېړنیزه مقاله د سنګاپور هیواد سپرینګر نیچر (Springer Nature) نړیوال خپرندوی له ‌خوا د "Water Conservation Science and Engineering" په نوم معتبر ژورنال کې، په 2.2 امپکت فکتور سره، خپره شوې ده

kpu_admin
Mon, Jul 21 2025 9:56 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو تنو استادانو له خوا یوه علمي او څېړنیزه مقاله د سنګاپور هیواد سپرینګر نیچر (Springer Nature) نړیوال خپرندوی له ‌خوا د "Water Conservation Science and Engineering" په نوم معتبر ژورنال کې، په  2.2 امپکت فکتور سره، خپره شوې ده.

یاده مقاله د نوماند پوهنیار محمد تمیم ابراهیمي او پوهنمل ډاکتر عبدالحلیم زریاب لخوا د "د چټک اقلیمي بدلون په وړاندې د افغانستان د اوبو سرچینو باندې د اغېز لرونکو مهمو عواملو" تر عنوان لاندې چمتو شوې، چې انګلیسي عنوان یې دی:

"Key Drivers Impacting Water Resources of Afghanistan Under Rapid Climate Change Conditions".

دا مقاله د افغانستان د اوبو سرچینو د اندېښمنونکي وضعیت په اړه مستند او پراخ معلومات وړاندې کوي.

په مقاله کې د اقلیمي بدلونونو چټک پرمختګ، د باران کمښت، او د ښاري نفوس زیاتوالی څېړل شوی دی. څېړونکو د سپوږمکۍ انځورونو، هایدرولوجیکي معلوماتو، او د ځمکني اوبو د کچې په اړه شته معلوماتو په کارولو سره، په مهمو ولایتونو لکه کابل، هرات، کندهار، او مزارشریف کې د اوبو سرچینو د سخت فشار ښکارندويي کړې ده.

د څېړنې پایلې څرګندوي چې د بارانونو کموالی، د ځمکني اوبو د سطحې ښکته تلل، او د سطحې اوبو کمښت په دې ولایتونو کې د څښاک او کرنې د اوبو په تأمین کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

څېړونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې، د لوړې سطحې او د اوبو د زیربناوو د کمزورتیا په نظر کې نیولو سره، که دغه حالت همداسې دوام وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به د اوبو او خوړو جدي بحرانونه رامنځته شي.

دغه مقاله د دولتونو اړوندو ادارو او نړیوالو سازمانونو لپاره یوه معتبره سرچینه کېدای شي، چې د افغانستان د اوبو سرچینو د پایداره مدیریت او پلان جوړونې لپاره ګټوره ثابته شي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبري د دې علمي لاسته راوړنې په توګه، د پوهنتون د استادانو له خوا د مقالې خپرېدل په یو نړیوال ژورنال کې یوه ستره بریا بولي، او دا یې د پوهنتون د څېړنیزو وړتیاوو سمبول ګڼلی دی. هغوی خپلو استادانو ته د لا زیاتو علمي او څېړنیزو بریاوو هیله څرګندوي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS