د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبرۍ هئیت د پوهنځيو له رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

kpu_admin
Mon, Jul 21 2025 9:04 AM
د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبرۍ هئیت د پوهنځيو له رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه چې اساسي موضوع یې پر عملي کارونو باندې ټینګار کول و، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس په مشرۍ جوړ شوي وه، چې په کې د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو ریسانو، د څانګو آمرینو او استادان ګدون درلود.

په پیل کې مولوي محمد موسی فاروق ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ څرګنده  کړه چې زموږ ټولنه د انجنیرۍ او تخنیک په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده. هغه ټینګار وکړ چې دغه ستونزې باید د استادانو او علمي کادرونو د همکارۍ او زیاتو هڅو په وسیله د مؤثره علمي پالیسۍ له لارې حل شي.

ښاغلي فاروق زیاته کړه چې د نظري زده کړو په پرتله باید عملي زده کړو ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو هغه څه چې ورته اړتیا ده، په عملي برخه کې تر لاسه او استادان باید د علمي او اکاډمیک پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې استادان باید په خپلو علمي او اکاډمیکو چارو کې منظم وي، مشخص تحصیلي او څېړنیز پلانونه ولري، له معتبرو بهرنیو پوهنتونونو سره اړیکې ولري او په نوې څېړنو کې فعاله برخه ولري.

د غونډې په دوام کې د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاالرحمن مشک عالمزوی، د څېړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عربزاده او د محصلانو چارو مرستیال انجنیر عنایت الله رحیمي هم د موضوع اړوند نظریات شریک کړل او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به په ګډه هر اړخیزې هڅې ترسره کوو.

په پای کې ښاغلي  فاروق د استادانو پوښتنو ته په ځوابونه ورکولو او پر موجوده امکاناتو د سمې استفادې او د محصلانو د عملي زده کړو پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu