د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي استادانو او محصلینو لپاره د "مونوګراف د لیکلو رهنمود" تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
Sun, Jul 13 2025 1:37 PM
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي استادانو او محصلینو لپاره د "مونوګراف د لیکلو رهنمود" تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ د مونوګراف کمېټې په نوښت او هڅو، یو علمي سیمینار د "مونوګراف د لیکلو اصولو" تر عنوان لاندې استادانو او د اتم سمسټر محصلینو لپاره تنظیم او ترسره شو.

یاد سیمینار د پوهنځي د استادانو او محصلینو په پراخ ګډون ترسره شو، چې موخه یې د مونوګراف د اصولي، علمي او څېړنیز لیکلو په برخه کې د محصلینو علمي پوهې لوړول وو.

د سیمینار ټول ترتیب او تنظیم د کمپیوتر ساینس پوهنځی د مونوګراف کمېټې مسؤل پوهنیار احمد فواد ژواک او پوهنیار شاهنشاه مومند، احمد جامع کوهستاني او نامزاد پوهنیار اقبال علي سلطاني له‌ خوا په منظم ډول ترسره شو.

دوی خپل ارزښتناک نظریات او علمي تجربې د پرزینتېشن له لارې له محصلینو سره مؤثر ډول شریکې کړې.

سیمینار د ګډونوالو پوښتنو په ځوابولو او د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS