د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو ته د ادبي غلا د مخنیوي په برخه کې د ترنیټین سافټویر په اړه دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
Sun, Jul 13 2025 11:33 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو ته د ادبي غلا د مخنیوي په برخه کې د ترنیټین سافټویر په اړه دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.

د علمي او څېړنيزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلېمعاونیت د ادبي غلا د مخنیوي په برخه کې یو دوه ورځنی تعلیمي ورکشاپ د "ترنټین" سافټویر د علمي او مؤثر استعمال په اړه د دغه پوهنتون استادانو ته وړاندې کړ.

دغه سیمینار چې شاوخوا ۸۰ تنه د علمي کادر غړي یې برخه‌وال وو، د پوهندوی ډوکتور عبدالحلیم زریاب، د پوهنتون د علمي تحقیقاتو آمر، د خپل تیار شوي پریزنټیشن له لارې د "ترنتين" سافټویر د مهمو کارونو لکه د متنونو د ورته‌والی پېژندنه، د علمي سرقت د شاخصونو تحلیل، د څېړنیزو اخلاقو رعایت او د علمي لیکنې د شفافیت لوړولو په اړه دقیق او عملي معلومات وړاندې کړل.

ګډونوال د دې ورکشاپ په ترڅ کې عملي توګه د راجستر کېدو، د مقالو پورته کولو، د راپور ترلاسه کولو او تحلیل، د علمي امانت‌دارۍ له اصولو څخه د سرغړونو پېژندلو او د متنونو د اصلاح او بیاکتنې له پروسې سره آشنا شول.

استادانو او  ګډونوالو د ورکشاپ د ګټورې او مؤثرې منځپانګې د ارزښت یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه دې د دوی د څېړنیزو مهارتونو د ودې په موخه دوام ومومي.

په پای کې د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ډوکتور وثیق‌الله عرب‌زاده د استادانو له فعال حضور څخه مننه وکړه او د پوهنتون د علمي موخو په تحقق کې یې د دوی پر کلیدي رول ټینګار وکړ. نوموړي د "ترنټین سافټویر" په څېر وسایلو مؤثر استعمال د څېړنو د کیفیت لوړولو او د علمي اخلاقو د رعایت لپاره اړین وباله.

نوموړي وویل کابل پولي تخنیک پوهنتون ژمن دی چې د خپل علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ودې لپاره لازم شرایط برابر کړي او هغوی ته به په علمي او څېړنیزو برخو کې هر اړخیز ملاتړ برابر کړي.

یادونه باید وشي چې دا سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري تنظیم شوی و او دوه ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS