په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کابل ولایت ښوونځیو ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي کانکور ازموینه واخیستل شوه.

kpu_admin
Sat, Jul 05 2025 9:16 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کابل ولایت ښوونځیو ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبری هیئت، د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو، استادانو او مېلمانو ګډون درلود.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال حافظ انجنیر عنایت الله رحیمي ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنتون ټیم، استادان او کارمندان د یوې منظمې او شفافې ازموینې د ترسره کولو لپاره بشپړه چمتووالی لري. نوموړي دغه بهیر یو ستر ملي او علمي مسئولیت یاد کړ او ټولو داوطلبانو ته یې د بریا هیله وکړه.

ورپسې  د آزموینو ملي ادارې د کمیټې غړي پوهنمل دوست‌محمد فیضي د وینا پر مهال د ازموینې د اجرایي مراحلو او اصولو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ټولو استادانو او مسؤلینو یې وغوښتل چې د نظم مراعت، د موبایل او‌ الکترونیکي وسایلو د نه استعمال او د بې‌طرفۍ په ساتنه کې بشپړ همکارې وکړي، ترڅو د ازموینې شفافیت تضمین شي.

ښاغلي فیضي ډاډ ورکړ چې د نتیجو ارزونه به په دقیق، عادلانه او شفاف ډول وشي او داوطلبان دي بشپړ اطمیناني اوسي

کانکور ازموینه په رسمي توګه د پوښتنلیکونو د صندوق د پرانیستلو او د دعایې د قرائت په ویلو سره  پیل شوه.

د کابل پولي تخنيک پوهنتون رهبري، د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو او اړوند کمېټې د ازموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه او د ازموينې د شفافيت ډاډ يې ورکړ.

د یادونې وړ ده چې دغه ازموینه د کابل ولایت د بېلابېلو ښوونځیو شاوخوا ۲۰۰۰۰ داوطلبانو په ګډون د روان کال د سرطان په ۱۲مه (پنجشنبه) او ۱۳مه (جمعه) نېټه په منظم او منسجم ډول ترسره او واخیستل شوه.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS