د کابل پولی تخنیک پوهنتون د فوټبال منتخب ټیم د مرکزي زون د سیالیو نایب قهرمان شو.

د مرکزي زون پوهنتونونو ترمنځ د ورزشي سیالیو د فوټبال وروستۍ (فاینل) لوبه د سه شنبې په ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل پوهنتون ټیمونو ترمنځ ترسره شوه.
یاده حساسه لوبه د لوړو زده کړو وزارت او د مرکزي زون د پوهنتونونو د رهبري پلاوو په حضور کې ترسره شوه.
د دې سخت رقابت په پای کې د کابل پوهنتون لوبډلې د ۱-۰ په توپیر بریا خپله کړه او د قهرمانۍ مقام یې خپل کړ. د کابل پولي تخنیک پوهنتون فوټبال ټیم وکولای شول چې د دې دور ارزښتناک نایب قهرماني (دویم مقام) او د تعلیم او ښوونې او روزنې پوهنتون ټیم درېیم مقام خپل کړ.
د پای لوبې په مراسم کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري کپونه، تقدیرنامې او ورزشي جایزې ټیمونو او غوره لوبغاړو ته توزیع شوې.
کابل پولي تخنیک پوهنتون دغه ورزشي بریا د پوهنتون مشرتابه، استادانو، کارمندانو او محصلینو ته له زړه مبارکي وايي، او د خپلو اتلو ورزشکارانو د نه ستړي کېدونکو هڅو مننه او قدرداني کوي.