د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو ترمنځ د همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Tue, May 13 2025 9:07 AM
د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو ترمنځ د همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د کانونو او پټرولیم وزارت متخصصینو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د دې پوهنتون علمي او تخنیکي رول د هېواد د بنسټیزو سکتورونو په پرمختګ کې مهم وباله.

ښاغلي فاروق وویل: دا ډول ناستې د علمي بنسټونو او د سکتوري ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره ارزښتناکې او مؤثرې دي.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت یو تن متخصص د غونډې اصلي هدف د پوهنتون له استادانو سره د پالیسۍ د ترتیب په برخه کې د همکاریو غوښتنه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه چ ياد وزارت غواړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو له علمي تجربو څخه په ګټې اخیستنې، یوه دقیقه، علمي او عملي ستراتیژي د هېواد د طبیعي زیرمو د مدیریت لپاره جوړه کړي.

د کانونو او پطرولیم وزارت لخوا د پالیسۍ د ترتیب لپاره مهم ټکي د افغانستان صنعتي کول د کانونو له لارې، د کانونو لومړیتوب بندي، د اکتشاف، استخراج او پروسس لپاره میکانیزم او مرحلې ټاکل، د خلکو لپاره د کار زمینې برابرول، د ملي عوایدو لوړول او د دولت بودیجې تمویل دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو لاندې مهم وړاندیزونه وړاندې کړل:

د هېواد د کانونو علمي پیژندنه او لومړیتوب بندي.

د کوچنیو کانونو څخه د استخراج پیل په دوامداره ډول. 

په اوسپنیزو کانونو ځانګړی تمرکز او پانګونه.

د کانونو قراردادونه دې خصوصي او دولتي سکتور ته په شفاف ډول وسپارل شي.

په پخوانیو قراردادونو بیا کتنه او دقیق نظارت. 

د متخصصینو، کانونو او پټرولیم وزارت، پولي تخنیک پوهنتون او نورو ذیدخلو ادارو څخه ګډه کمېټه دې جوړه شي ترڅو دغه پالیسي عملي شي.

یاده ناسته د کابل پولي تخنیک او یاد وزارت ترمنځ د لا نږدې همکاریو پیل وګڼل شوه او د هېواد د علمي او اقتصادي پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وبلل شوه.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu