د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو لپاره د "وخت مدیریت" تر سر لیک لاندې سیمینار ترسره.

kpu_admin
Sat, Apr 12 2025 8:40 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو  لپاره د "وخت مدیریت" تر سر لیک لاندې  سیمینار ترسره.

سیمینار د قرآن کریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. 

له یاد سیمینارڅخه یې هدف د کابل پولي تخنیک پوهنتون  محصلانو ته د وخت مدیریت  د اصولو او طریقو سره آشنایي ورکول و،چې  په کې د پوهنتون محصلانو ګډون درلود .

د کابل پولي تخنیک پوهنتون  کلینیکي روانشناس، ښاغلي  داکتر ذبیح الله قاضي زاده د وخت  مدیریت په اړه خپل بشپړ پریزینټیشن وړاندې کړ.

هغه  په خپلو خبرو کې، د وخت مفهوم، د ورځني ژوند او تحصیل کې د وخت اهمیت، او همدارنګه يې د وخت د مدیریت په اړه مختلفې طریقې تشریح کړې چې څنګه کولی شو د وخت  ښه مدیریت وکړو.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون  د محصلانو چارو معاونت او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت تر څارنې لاندې ترسره شو. چې هدف یې د محصلانو د وخت د ښه استفادې  په اړه پوهه زیاتول او د تحصیل په موده کې د وخت ښه مدیریت لپاره لارې چارې وړاندې کول و.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu