په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
Sun, Mar 16 2025 12:05 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت، اهمیت  او ګټو په اړه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار چې د روژې مبارکې میاشتې د ارزښتونو، ځانګړتیاوو، اهمیت او فضیلتونو په اړه د لا زیاتې پوهې ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی و، په کې د پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و

د یاد سیمینار درسي چارې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي نصرت الله سیرت پر مخ وړلې ځانګړی پریزیټیشن وړاندې کړ.

نوموړي د قرانکریم د مبارکو ایتونو او د نبوي احادیثو په رڼا کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې میاشتې معنوي، ټولنیزې او اخلاقي اغیزې پر مسلمانانو او ټولنې باندې ارزنده مطالب وړاندې کړل

نوموړی وویل چې روژه نه یوازې د خوراک او څښاک څخه د منعې میاشت ده، بلکې دا د نفس پاکولو او د الله تعالی سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره یوه طلايي فرصت دی

ښاغلي سیرت ټینګار وکړ چې مسلمانان باید د پروردګار په وړاندې د خضوع او خشوع سره له دې میاشتې څخه ګټه پورته کړي او پر صبر، شکر، صدقې او بخښنې تمرکز وکړي

ښاغلي سیرت ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د خپل سلوک او عمل له لارې د تقوا او اسلامي اخلاقو یوه بېلګه ځان جوړ کړي

سیمینار د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu