د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Sat, Feb 22 2025 2:23 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، پکې د پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

په سر کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ټولو ګډونوالو حضور ته هرکلی ووایه. نوموړي د تحصیلي  نصاب د ارزونې او بیاکتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګِنده یې کړه چې د پوهنتون تحصیلي پلان د کیفیت د ښه والي په برخه کې هڅې وشي څو ټول درسي واحدونه د همدې پلان له مخې پر مخ لاړ شي، او په دې توګه د تدریس کیفیت لا لوړ شي.

ورپسې، د علمي شورا غړو د بېلابېلو موضوعاتو لکه علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د پسرلني سمسټر د پیل لپاره چمتووالي او د پوهنتون نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه او نظریات تبادله کړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د علمي شورا غړو خپلې طرحې او وړاندیزونه د علمي او اکادمیکو بهیرونو د ښه‌ والي لپاره مطرح کړل. دغه وړاندیزونه د تدریس او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو لپاره وڅېړل شول، او په اړینو مواردو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu