د کابل پولي تخنیک پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته جامې، بوټونه او کوټونه ووېشل شول.

kpu_admin
Mon, Feb 10 2025 9:40 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته جامې، بوټونه او کوټونه ووېشل شول.

د کابل پوهنتون پولي تخنیک پوهنتون خدماتي کارکوونکو لپاره د البسو د وېش مراسمو کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني، د پوهنځیو رئیسانو، د اداري برخو آمرینو او د پوهنتون ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې مولوي محمد یاسین حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د پوهنتون د کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني یې وکړه او د هغوی خدمتونه یې وستایل.

نوموړي وویل، کارکوونکو او منسوبینو ته مادي او معنوي امتیازات ورکول د هغوی د خدمتونو د ارزښت یو څرګند ثبوت دی

نوموړي زیاته کړه، هر څوک چې په اخلاص او صداقت خپلې دندې ته دوام ورکړي، د امتیازاتو مستحق دی، چې پکې د بست لوړوالی، ستاینلیک او نور مادي او معنوي امتیازات به ورکول کیږي.

دغه مراسم د البسو د وېش څخه وروسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS