په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اداري اسنادو مدیریت او دفترداري په برخه کې د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

kpu_admin
Thu, Feb 06 2025 11:39 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اداري اسنادو مدیریت او دفترداري په برخه کې د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د دې ورکشاپ اختتاميه غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني، د پوهنتون د مختلفو اداري برخو آمرینو او د نويو ګومارل شویو کارکوونکو په ګډون کې ترسره شوه.

په پیل کې مولوي محمد یاسین حقاني د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې، د علم زده کړه یې د فردي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړینه وبلله او د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې آمریت استادانو څخه یې د دې ورکشاپ د تنظیم او وړاندې کولو له امله مننه وکړه.

محترم حقاني له کارکوونکو وغوښتل چې د دې ورکشاپ له زده‌کړو په عملي بڼه استفاده وکړي، د اداري ستونزو په حل کې یې تطبیق کړي، د خلکو او ټولنې خدمت ته د اخلاص او صداقت پر اساس دوام ورکړي.

همدارنګه، نوموړي د لوړو زده‌کړو وزارت او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ څخه د دې ډول ظرفیت لوړونې پروګرامونو د تنظیم له امله قدرداني وکړ او دا یې د اداراتو د لا پرمختګ او ښه فعالیت لپاره ګټور وبلل.

غونډه د تصدیق‌نامو د وېش او د دعايې په ویلو  سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS